لویې څارنوالۍ عالي شواری غونډه د لوی څارنوال محمد فرید حمیدې په مشرۍ ترسره شوه

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۵/۳/۴ - ۱۳:۳۹
32

دغه غونډه چې نن د یکشنبي په ورځ ترسره شوه او د دې ادارې ټولو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو پکې کډون درلود، د مختلفو موضوعاتو په اړه بحثونه او پریکړي وشوې.

په نوموړې غونډه کې یو له مهمو موضوعاتو څخه د لویې څارنوالۍ د خپلواکۍ استقلالیت موضوع وه. په تیرو ورځو کې د پارلمان غړو له جملې څخه یو تن غوښتل چې د خپلې اغیزې څخه پکار اخیستنې او د څارنوالانو دفتر ته په وار وار راتلو سره يوې دوسیې ته په خپله خوښه بدلون ورکړي. د ملي شورای د غړي دا مداخله چې د څارنوال لخوا عادي کڼل شوې وه د ملي شورای د غړي لخوا د اړوند څارنوال د تهدید او توهین سره مخ شويده.

د لویې څارنوالۍ عالي شورای ددې پیښې په اوریدو سره دا کار یو غیری قانوني عمل او د دې ادارې په کارنو کی ښکاره لاس وهنه و بلله.

د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی څارنوال محمد فرید حمیدي یادونه وکړه چې لویه څارنوالي د عدالت تامینولو لپاره خپلواکۍ ته اړتیا لري. ښاغلي حمیدي د دې اداري د خپلواکۍ په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې  د جمهور رئیس، د پارلمان او سنا مجلس رئیسانو څخه غوښتنه وکړه تر څو د نوموړې ادارې په کاري بهیر کې د لاس وهنې او مداخلې مخه ونیسي. هغه تاکید وکړ چې د ملي شورا غړو د مراجعې لپاره د چهارشنبې ورځ په پام کې نیول شویده. هر کله چه د ملي شورای غړي کومه عریضه یا شکایت( نیوکي) ولري کولای شي چه مخ په مخ یې په اړه د لوي څارنوال سره خبري و کړي.

د لویې څارنوالۍ عالي شورای غړو ټینګار وکړ چې وکیلان او بارسوخه خلک نور حق نلري چه د یوې دوسيې د لور د بدلون لپاره د څارنوالانو سره وګوري. هغوي ټینګار وکړ چې د څارنوالانو په کارونو کې مداخله او لاس وهنه د عدالت د تامین په اړه د هیواد اساسي قانون د حکمونو سره په ټکر کی واقع کیږي او د منلو وړ نده.

پدغه جلسه کی په یوه طرحه خبري وشوی چې پکې د لویی څارنوالۍ د کارکونکو د ظرفیت د کچی لوړوالي لپاره د ماستري او د هغې څخه د  لوړو زدکړو زمیني په پام نیول شویدي. د شورای غړو ددی طرحی هر کلي وکړ او یوي کمیټی ته یی دنده وسپارله تر څو د دی طرحي د عملي کولو لپاره لاس په کار شي.

پدغه غونډه کی د نورو مهمو مسلکي موضوعګانو په اړه هم بحثونه او پریکړي وشوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS