لویې څارنوالۍ عالي شوری غونډه د تحقیق په چارو کې د لویې څارنوالۍ معاون نور حبیب جلال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۹/۲۴ - ۸:۳۹
ago

 

یاده غونډه نن یکشنبه د لیندۍ میاشتې په ۱۴ نیټه د معاونینو او لویې څارنوالۍ عالي شوري ټولو غړو په حضور کې ترسره شوه.

ددې غونډې په لمړۍ برخه کې  د سترې  محکمې  عالي شورا ۶۵۰ ګڼې  مصوبې  په اړه د کورني او بهرني امنیت د جرمونو پر وړاندې مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست استهداییه تر بحث لاندې ونیول شوه. یاده مصوبه د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې  د جرمونو سره مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست د اجراآتو د څرنګوالي د پیسو د جعل او د افغانستان بانک قانون په اړه د سترې  محکمې  لخوا صادره شوې وه.

عالي شورا پریکړه وکړه چې د اختطاف او پیسو د جعل د قضیو د دعوی اقامې او تحقیق دې د سترې محکمې  سره په تفاهم د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې مبارزې څارنوالۍ کی تر سره شي. دا څارنوالي د غوره امکاناتو په لرلو سره کولای شي  یاد قضیو ته په قاطع او قانوني توګه رسیدګي وکړي.

ددې  غونډې په بله برخه کې، د محکومینو د عفوې او تخفیف اړوند د جمهوري ریاست فرمانونو په اړه د بادغیس ولایت استیناف څارنوالۍ ریاست د احکامو د تنفیذ او آزادۍ د سلب ځایونو څارنوالۍ مکتوب تر بحث لاندی ونیول شو. د بادغیس ولایت څارنوالۍ  ریاست استهدایې  پر بنسټ د هغه شمیر کسانو چې د اداري فساد د جریمو په ورکړې  محکوم شوي ؤ او اوس مهال دهغې د بیرته اخیستنې غوښتونه کوي پدې اړه پریکړه وشوه چې  یاد کسان نشي کولای چې  ورکړل شوې  جریمه بیرته تر لاسه کړي.

ددې غونډې په پای کې د هغه محبوسینو او محجوزینو په اړه چې اوس مهال په زندانونو کې دي د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ ریاست وړاندیژ تر بحث لاندی ونیول شو. د دې  وړاندیز په اساس د ځینو زندانیانو قضیې د جمهوري ریاست د فرمان څخه د مخه نهایي شوي دي. مګر د دې  قضیو د ورقو په دلیل د تطبیقولو کمیسیون ته فرمان ندی لیږل شوی، او دا فرمانونه پر ځینو وګړو چې  مستحق دي نه تطبیقیږي.

عالي شورا پریکړه وکړه چې د احکامو تنفیذ ریاست دی د جمهوري ریاست د فرمان په تطبیق کی تر اخري مستحق پورې  د فرمان د مواد د تطبیق هّڅه  وکړي.  

"

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS