لویې څارنوالۍ مرغومي میاشت کې د عسکري برخې ۲۶۱ جنایي قضیې څېړلې دي
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د مرغومي میاشت کې د عسکري چارو مرستیالۍ له لارې، ۲۶۱ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.
دغې ادارې د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې پر بسټ، یاد شمېر قضیې د اتهام نامو له ترتیب وروسته محکمو ته لېږلې دي.
له دغو جرمي قضیو څخه پر ۸۷ قضیو په ابتدایي محکمه کې او پر ۲۵ په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې، د ۷۱ محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۳۹ د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ شوې او ۱۴۳ نورې قضیې اړونده مراجعو ته مستردې شوې دي.
راپور ښيي، چې ۱۴ قضیې د قصدي وژنې، پنځه د غلا، یوه د نشه یي توکو، شپږ د ترافیکي پېښو، ۱۳ د مالي او اداري برخې او ۲۲۲ نورې د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.
د یادو جرمو او د غلا، رشوت او نشه یي توکو له امله د نغدي سزا په پایله کې، یو میلیون ۲۹۲ زره او ۴۲۹ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
