لویې څارنوالۍ په عسکري برخه کې ۱۵۷ قضیو ته رسېدنه کړې

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۱:۳۳

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د عسکرۍ مرستیالۍ له لارې ۱۵۷ جنايي قضیو ته رسېدنه کړې.

په دغو قضیو کې اووه قضيې د قتل، پنځه د غلا، دوه د ترافیکي جرمونو، درې د اداري فساد او همداراز ۱۴۰ مورده هم د وظیفوي غفلت، د وسلو او نظامي تجهیزات د ورکولو، په دنده کې تعلل، غیابت او نورو جرمونو په تړاو دي.

له دې ډلې د ۵۱ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او بند محکوم شوي او شپږ قضيې هم د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۱۰۰ نورې قضيې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه یو میلیون او ۳۲۶ زره او ۲۴۰ افغانۍ نقدي جزا د عسکري مرستیالۍ له خوا تثبیت او د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.

د یادو شویو شمېرو له مخې، په غبرګولي میاشت کې په ترتیب په کابل، ننګرهار، کندهار او ارزګان ولایتونو کې تر ټولو ډېرې قضيې ثبت شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS