لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ کال له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې ۱۶۸۳ قضیې څېړلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۸
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ له لارې، د ۵۰۶ ولایتي قضیو په شمول یو زر او ۶۸۵ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي او د څېړنې تر بشپړاوي وروسته یې محکمو ته هم استولې دي.

له دې ډلې ۳۰۸ قضیې بشپړې شوې او په تړاو یې ۸۷۵ کسان پر بند او نغذي سزا محکوم شوي دي. همداراز د دغو قضیو له امله د ۱۱ کسانو دندې تعلیق شوې، ۵۳ کسان توقیف شوي او ۳۱۲ په ضمانت ازاد او یو هم ممنوع الخروج شوی دی.

له دغو جرمي قضیو څخه پر ۱۹۶ قضیو په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې، د ۱۴۱ محاکماتي پړاوونه بشپړ، ۱۲۷ د مناسبو دلیلونو د نشتون له امله حفظ، ۹۶ مستردې او ۱۹۱ نورې هم د احالې قرار په وسیله بېلابېلو مراجعو ته لېږل شوې دي.

په دغو قضیو کې، ۱۴۰ د اسنادو د غلا، ۱۳۲ له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې، ۲۱ د اختلاس، ۵۲ د اسنادو د تزویر او پاتې یې د بېلابېلو جرمونو په اړه دي.

د یاد شمېر قضیو د څېړنې، نغدي سزا او په لاس راغلي اختلاس او رشوت په پایله کې ۱۱۳ میلیونه و ۲۴۶ زره او ۳۶۵ افغانۍ او ۴۲ زره او ۳۳۹ امریکایي ډالر په لاس راغلي او په پرېکنده حساب د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS