لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ قضیې څېړلې دي

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۹:۱۴
مرکز رسانه های حکومت

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې روان د خبریالانو په ګډون د رسنیو ۲۶ کارکوونکي زیانمن شوي دي.

دا خبري ناسته د لویې څارنوالۍ، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ویاندویانو، د ژونالیستانو فدراسیون د غړو او د رسنیو فعالانو په ګډون، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي پر اتمه د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې ترسره شوه.

د ښاغلي رسولي په خبره، دا قضیې په تخار، خوست، زابل، کابل، ننګرهار، هلمند، غزني، باغیس او بغلان کې شوې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند زیاته کړه، دې ادارې په دې وروستیو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۸ قضیې څېړلې چې ۳۲ یې د وژنو په اړه دي. د هغه په خبره، د یادو قضیو عاملین له شپږو میاشتو تر ۳۰ کالو په بند، نغدي سزا، ان اعدام محکوم شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ځان د هېوادوالو په ځانګړې توګه د خبریالانو د ازادیو او حقونو مدافع ګڼي او دې مسؤولیت په په کتو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته، چې د بیان ازادۍ او د هېواد د رسنیو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده، په جدي توګه رسیدګي کوي.

د نوموړي په باور، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د بیان ازادي د دولت یوه لویه لاسته راوړنه بولي. په همدې موخه یې ټولې ورته قضیې چې دې ادارې ته رسېدلې، په جدي توګه څېړلې دي.

په دغه کنفرانس کې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندویانو هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ او د بیان ازادۍ د ملاتړ په برخه کې خپل  راپورونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS