لویې څارنوالۍ کې د جزا کود روزنیز پروګرام ترسره شو
دا پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتوت ریاست له خوا د حقوقو د پراختیا نړیوال سازمان (IDLO) په مرسته د ۱۳۹۷ کال د وري میاشتې پر پنځمه، د نوموړي ریاست په تالار کې ترسره شو.
په یاد پروګرام کې تر ۵۰ زیاتو رئیسانو او آمرانو ګډون کړی و.
جمشېد رسولي د لویې څارنوالۍ ویاند او د مسلکي زده کړو انستیتوت رئیس په دې پروګرام کې وویل، چې دوی هڅه کوي د دا ډول روزنیزو پروګرامونو سره به د دې ادارې د کارکونکو ظرفیت لوړ شي.
د هغه په خبره، د عدلي او قضایي خدماتو ښه وړاندې کول، د مسلکي کارکونکو د پوهې سره مخامخ اړیکه لري.
ښاغلي رسولي زیاته کړه: «موږ بېلابېل روزنیز پروګرامونه په پام کې لرو، چې د دې پروګرامونو په ترسره کولو سره به د لوی څارنوالۍ د کارکونکو مسلکي ظرفیت لوړ شي.»
هغه زیاته کړه، د مسلکي زده کړو انستیتوت ریاست د حقوقو نړیوال سازمان (IDLO) په تخنیکي مرسته د لویې څارنوالۍ لپاره درې کلن روزنیز پلان تیار کړی، چې دا پلانونه به په مرکز او ولایتونو کې عملي شي.
