لویې څارنوالۍ کې د سرطان ناروغۍ په اړه د پوهاوي یو ورځنی پروګرام جوړ شو

ago_admin
شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۸ - ۱۵:۴۰
cancer

د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په افغانستان کې د سرطان ضد بنسټ په مرستې د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د سرطان ناروغۍ په اړه د پوهاوي او له دغې ناروغۍ څخه د مخنیوي په اړه یو ورځنۍ پروګرام ترسره کړ.

دا پروګرام د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر ۸ د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په تالار کې جوړ شو. د سرطان ناروغۍ د پوهاوي په پروګرام کې د لويې څارنوالۍ شاوخوا ۲۵ کارکوونکو ګډون کړی و.

د یاد شوي پروګرام په پرانیسته کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو آمریت سرپرست عبدالغفار احمدي وویل، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست یوه دنده دا ده، چې د لويې څارنوالۍ کارکوونکو او هېوادوالو ته په حقوقي او د لویې څارنوالۍ په اړوندو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

په ورته مهال کې د سرطان ضد بنسټ روزونکې مرغلرې حسرت ګډونوالو ته د سرطان د علایمو او مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

اغلې حسرت وویل، چې د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) د راپور له مخې په افغانستان کې هر کال ۲۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي او نژدې ۱۵ زره یې له منځه ځي. اغلې حسرت وویل، موږ اړینه وبلله، په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړو، چې تر اخته کېدو مخکې خلک د دغې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

نوموړې د بدن د حجرو غیرنارمل وده، د وزن کموالی، شدید ټوخی، د خوړو نه هضمېدل او شدیده تبه د سرطان عوامل وښوول.

د اغلې حسرت په وینا، د ګازي او الکولي څښاک څخه نه استفاده، له سیګرټ او نشه يي توکو څخه ځان ساتل او له سبزیجاتو او غله جاتو څخه استفاده د سرطان په مخنیوي کې له موږ سره مرسته کوي.

د سرطان ضد بنسټ په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د لومړۍ مېرمنې رولا غني، شینکۍ کړوخېل او ډاکټر نسرین اوریاخېل په مشرۍ په هېواد کې د سرطان په اړه د پوهاوي په موخه جوړ شوی او تر دې دمه دغه بنسټ په ګڼو ښوونځیو او دولتي ادارو کې ورته پروګرامونه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS