لوی څارنوالۍ د جنرال احمدزي د تورونو د څېړلو په موخه پلاوی وټاکه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته له رسنیو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي امنیت د مخکني سلاکار، جنرال حبیب الله احمدزي د وروستیو څرګندونو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د مقام د لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او څېړنې د مرستیالۍ له خوا د قانوني څېړنې په اړه موضوع رارسیدلې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي نن د غبرګولې په اوومه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل: «لویې څارنوالۍ له کورنیو رسنیو سره د جنرال حبیب الله احمدزي د وروستیو څرګندونو په اړه یو پلټونکی پلاوی ګومارلی دی.»
ښاغلی رسولي زیاته کړه: «پلاوي د یوه رسمي لیک له لارې له جنرال حبیب الله احمدزي څخه غوښتې دي چې د ۱۳۹۸ کال د غبرګولې تر نهمې نېټې یعنې د پنجشنبې تر ورځې پورې دې خپل ټول شته اسناد او شواهد ګومارل شوي څېړنيز پلاوي ته وسپاري.»
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ، ډاډ درکوي چې قضیه به په جدي او عادلانه توګه د قانون د احکامو په رڼا کې په پوره بې پلوۍ او خپلواکه توګه څېړي او د پلټونکي پلاوي ته د ورکړل شویو اسنادو او شواهدو له مخې به قانوني تصمیم ونیسي او د خپل تصمیم پایلې به د قانون د احکامو په چوکاټ کې د افغانستان له پتمنو وګړو سره شریک کړي.
