لوی څارنوال او د هېوادوالو د ستونزو حل

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۱۹ - ۱۵:۵۱
34

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۱۸ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۳۶ مېرمنو په ګډون له سلو هېوادوالو سره په خپل کاري دفتر کې مخامخ ولیدل. د دغو کسانو له ډلې ۶۷ کسان له کابل څخه، شپږ له بلخ، څلور له کندهاره او نور يې له خوست، پروان، کاپيسا او له نورو ولایتونو څخه خپلې ستونزې او شکایتونه له لوی څارنوال سره شریک کړل.

د دغو ستونزو او شکایتونو له ډلې ۱۸ شکایتونه يې د حقوقي برخې، لس په ضمانت د بندیانو ازادېدنه، ۶ يې تاوتریخوالی او ګڼ نور يې د دوکو (فرېبکارۍ)، غلا او سړي تښتونې په اړه وې. د هېواد لوی څارنوال هغه ستونزې او شکایتونه چې د لويې څارنوالۍ اړوندې نه وې، اړوندو مراجعو ته واستولې.

یاده دې وي، چې هر دوشنبه لوی څارنوال له هېوادوالو څخه د لويې څارنوالۍ اړوندې ستونزې اوري او د هوارۍ په موخه يې مسؤولانو ته لازمې لارښوونې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې لوی څارنوال د تېرې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ هم له ۱۰۹ هېوادوالو سره مخامخ په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS