لوی څارنوال د ۸۷ هېوادوالو ستونزې مخامخ واورېدې

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۱۰ - ۷:۵۱
16

د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر ۲۱ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۳۶ مېرمنو په ګډون له ۸۷ هېوادوالو سره په خپل کاري دفتر کې مخامخ ولیدل، چې له دې جملې څخه ۱۵ هېوادوالو له ولایتونو او پاتې نورو يې له مرکز څخه خپلې ستونزې او شکایتونه له لوی څارنوال سره شریک کړل. لوی څارنوال د هغوی د ستونزو د هوارۍ په موخه اړوندو مسؤولانو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.

د دغو ستونزو او شکایتونو له ډلې ډېری يې په ضمانت د بندیانو ازادېدنه، دوکو، وژنو او د تور پر قضیو راڅرخېدې. د یادو شویو قضیو له ډلې څخه نهه قضیې په ضمانت د بندیانو ازادېدنه، اته قضيې يې د دوکې (فرېبکارۍ) او ګڼې نورې يې د څارنوالۍ اړوند شکایتونه وو.

لوی څارنوال د هرې دوشنبې پر ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو څخه د لويې څارنوالۍ اړوندې ستونزې له مراجعینو څخه مخامخ اوري.

د یادونې وړ ده، چې لوی څارنوال په تېر هجري لمريز کال کې د هېوادوالو د ستونزو د هوارۍ په موخه تر اووه زرو زیاتو هېوادوالو سره لیدلي دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS