لوی څارنوال د (DLA Piper) نړيوال حقوقي بنسټ غړیو سره لیدنه وکړه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۷/۲۴ - ۵:۵۱
52
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د (DLA Piper) حقوقي نړيوال بنسټ د غړیو سره د روان کال د تلې پر ۱۹ لیدنه کړه.

د افغانستان لوی څارنوال د نوموړي بنسټ له غړیو سره د څارنوالانو د ظرفیت لوړونې او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د دغه نړیوال بنسټ غړیو د افغانستان د څارنوالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د هرراز مرستې ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده، چې یاد شوی بنسټ په بېلابېلو هېوادونو کې په حقوقي برخه اوږده تجربه لري.

د نوموړیو بنسټ غړیو وویل، چې د افغانستان د جزا نوي کوډ په اړه به د څارنوالانو د زده کړو په برخه کې د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو له انستیتوت سره د همکار په ډول پروګرامونه پيل کړي.

اوسمهال (DLA Dipper) نړیوال حقوقي بنسټ د نړۍ د معتبرو بنسټونو په کتار کې راځي او شاوخوا په ۴۰ هېوادونو کې فعالیت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS