محمد فرید "حمیدي" د لویی څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۴/۱۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
12

محمد فرید"حمیدي" د افغانستان  اسلامی جمهوریت دویم مرستیال  قانونپوه محمد سرور "دانش" لخوا د لويې څارنوالۍ مسوولینو او کارکوونکو ته د يوې غونډې په ترڅ کې د لویی څارنوالۍ مقام لپاره د سرپرست په توګه وپیژندل شو. دغه معرفت غونډه چې د شنبې په ورځ په لویه څارنوالۍ کی جوړه شوې  وه، د لویې څارنوالۍ مرستیالان ، ر‏ئیسان، د ولسي جرګي یو شمیر  غړو، او د بشري حقونو  خپلواک کمیسیون ځینو مسوولینو ګډون درلود.

د تحقیق (څیړونو)  په چارو کې د لويې څارنوالۍ  مرستیال او د د دې ادارې  پخوانې سرپرست څارنپوه نور حبیب "جلال" په دغه جوړه شوې معرفت غونډه کې  وویل: د ښاغلي حمیدي  ټاکنه د افغانستان لوی څارنوال په توګه پر ځای کړنه ده. زه هغوې ته چې په افغانستان کې د قانونیت د برلاسه کیدو غوښتونکې دې د نوموړي د ټاکنې مبارکې وایم.

د ښاغلی "جلال" په وینا، لویه څارنوالي د شته ننګونو سره سره ژمنه ده چې د قانون څخه د سرغړونې پر خلاف مبارزه او سرغړونکې د قانونو منګولو ته  وسپاري. نوموړي په روان کال  کې په یو لنډ راپور کې د څارنوالۍ د د کړنو په اړه وویل:" په روان کال کې د اداري فساد او  اختلاس ۱۸۰ قضیې څیړل او نهایې  شوې دي. د نشه یي توکو ۵۱۸ قضیې او ۲۴۰۰۰ جزايي قضیې په لویه څارنوالۍ کې تعقیب  او  نهایې  شوې  دي."

ښاغلي "جلال"، یو شمیر رسـنۍ چې د لویې څارنوالۍ په اړه ناسم  خبرونه  او راپورونه  خپروې، دکلکې  نیوکه ترڅنګ وویل:  " ځینې  رســنۍ  د دقیقو او موثقو  معلوماتو لرلو پرته  افواهات خپروي. موږ حاضر یو د افغانستان ټول ولس ته په اسنادو او مدارکو ثابته کړو چې په لویه څارنوالۍ کې هیڅ ډول کمکاري شتون نلري. وروسته له دې  رســنۍ  باید له دې ډول راپورونو خپرولو څخه په کلکه  ډډه وکړي."

د جمهوري ریاست دویم  مرستیال ښاغلي محمد سرور "دانش" هم محمد  فرید  "حمیدي" یو پیاوړی او وړ شخص وباله او ویې ویل: " مخکې له دې ښاغلي حمیدي د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کې دنده ترسره کړي. خوښ یم چې اوس مهال په عدلي او قضایي بنسټونو  کې زموږ  سره دي".

د ښاغلی "دانش" په وینا،  د افغانستان خلک د عدالت، سولې او امنیت  تږې  دي. او زیاته یی کړه:" د عدالت پرته ناشونې ده  چې د امنیت څخه برخمن شو. لویه څارنوالي یوه له هغو ادارو څخه ده چې د عدالت تآمین  په موخه  کار کوي. نور سازمانونه او ادارې  هم شته  چې  د عدالت تامین په برخه کې هڅه کوي. بلکې  لویه څارنوالي  د عدالت تحکیم، قانون پلې کول،  د جرمونو  او  اداري  فساد سره  په مبارزه کې لمړنې رول لري."

د جمهوري ریاست مرستیال  ښاغلي حمیدي  ته په اشارې سره وویل: " په لویه څارنوالۍ کی اصلاحات او سمونې رامنځ ته کول يو ځانګړی ارزښت لري او د کارکونکو د علمې  کچې لوړوالي هم ارزښتنمد دی. اداري فساد سره باید یواځې په څارنوالۍ کې نه بلکه په ټولو دولتي ادارو کې؛ کلکه  مبارزه  وشي."

ښاغلي "دانش" لویه څارنوالي یوه خپلواکه اداره وبلله او ویی ویل: چې دا  اداره  باید په خپلو کړنو کې خپلواکې و لري. هیڅوک نشي کولای په هغه پریکړو او حکمونو کې چې د لویې څارنوالۍ لخوا صادریږي، مداخله وکړي؛  حتي جمهوري ریاست هم.

نوموړي  د عدلي او قضایې څانګو تر منځ  همغږي بله موضوع وه چې  په اړه یې یادونه وکړه. د ښاغلي دانش په آند د امنیتي څانګو، پولیسو، عدلیې وزارت، محکمو او بشر حقونو ادارو  تر منځ  دې  سمې همغږۍ رامنځ ته کول دي. چې مخکې له دې د نه همغږۍ له  امله  د نړویوال بانک دمرستو څخه په سمه توګه  ګټه نه ده اخیستل شوې.

ښاغلي "دانش"، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي مبارزه ناکامه وبلله او د لويې څارنوالۍ سرپرست ته په اشاره کولو سره وویل:" د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالې قضیې باید جدي ونیول شي. د ښځو په وړاندي د تاو تریخوالي سره د مبارزې  په اړه د راتلونکو دوه میاشتو بشپړ راپور باید جمهوري ریاست ته وړاندې  شي."

دغه راز  د رسنیو او خبریالانو  پر وړاندې د تاو تریخوالي قضیو څیړل یوه بله موضوع وه چې د جمهوري ریاست مرستیال  یې  یادونه وکړه. د هغه په خبره  خبریالان هم د عامه حقونو مدافع دي. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې باید په جدي توګه تعقیب شي. د لویې څارنوالۍ نوماند او سرپرست  محمد فرید "حمیدي" خپله نوې دنده د خلکو چوپړ  له پاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل: دوامداره سوله د عدالت بڼسټ دی. او سولې ته رسیدل د قانون  برلاسه کیدو ته اړتیا لري.

د ښاغلي "حمیدي" په باور له قانون  څخه د سرغړونې پرخلاف د مبارزې په لاره کې ستونزې شتون لري. او هغه به د سیاسی ملاتړ او د لویې خارنوالۍ ارادې په نظر کې نیولو سره په دې  لاره کې خپل سفر ته ادامه ورکړي. زیاته یی کړه" موږ باید خلکو ته ډاډ ورکړو چې د هر وګړي حقوق به ژغورل کیږي، که چیرې یې حقونه نقض شي موږ به ورڅخه دفاع وکړو."

محمد فرید "حمیدي" مخکې له دې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کې دنده ترسره کړي. هغه د روان کال دکب میاشتی په  ۱۵ مه  دافغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس د ۲۵۴۹  ګڼه فرمان او د افغانستان د اساسي قانون ۶۴ مادی ۱۳ بند پر بڼسټ، د افغانستان لوي څارنوال لپاره نوماند په توګه وپیژندل شو. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۵
Background image

د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د تشریح په تړاو ناسته جوړه شوه

د ا.ا.ا د امر باالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د دغه وزارت قانون د تشریح په اړه ناسته جوړه کړې وه. ‌. .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

دوه کسان له افغانستانه متحده عربي اماراتو ته د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه طلا د قاچاق په تور بري‌الذمه وپېژندل شول

بشیراحمد صدیقي د نصیراحمد زوی او محمدرفیع بها د غلام‌بهاالدین زوی چې په مخکېني حکومت کې د ۴۱.۳۷۵ کیلوګرامه سرو زرو (طلا) د قاچاق په تور محکوم شوي وو، د ا.ا.ا سترې محکمې له خوا بري‌الذمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د دعوت او ارشاد تعلیمي نصاب ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د انسجام عمومي ریاست د حکم پر بنسټ، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS