مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان د لوی څارنوال په توګه معرفي شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۶:۴۸
ago

مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان اسلامي امارت د لوی څارنوال په توګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۲ معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

ښاغلی شریعتي د افغانستان اسلامي امارت امیرالمومنین هیبت الله آخندزاده په حکم د لوی څارنوال په توګه ګومارل شوی دی.

د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د چارو ادارې عمومي رئیس احمد جان احمدي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله، د زراعت او ابو لګونې وزارت معین مولوي صدراعظم، د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال مولوي شاه محمد شاهد، د دغې ادارې نظامي مرستیال مفتي شېرولي حقاني او د اسلامي امارت ګڼو نور چارواکو ګډون کړی و.

د معرفۍ د دې غونډې په پيل کې د لویې څارنوالۍ نظامي مرستیال شېرولي حقاني د لويې څارنوالۍ د مالي او اداري مرستیال مولوي شاه محمد شاهد له زحمتونو چې په دې موده کې د لويې څارنوالۍ د سرپرست په توګه هم دنده ترسره کوله، مننه وکړه. ښاغلي حقاني په دې موده کې د لويې څارنوالۍ د اجرااتو، ګومارنو، تشکیلات، مالي او تدارکاتي چارو په هکله لنډ معلومات ګډونوالو ته ورکړل. نوموړي د دغې ادارې ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې له ټولو سره یوشان چلن کېږي او د تقوا، علمیت، اهلیت او وړتیا پر اساس به په دې اداره کې کسان وګومارل شي.

نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې له مراجعینو سره ښه چلن او د خپل مافوق اطاعت وکړي. همداراز يې له کارکوونکو او څارنوالانو وغوښتل، چې له مجرم یا تورن سره په چلن کې انساني کرامت ته پام وکړي.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله په دې غونډه کې زیاته کړه، چې حکومتولي میراث نه دی او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې خلکو ته د وړتیا، اهلیت او علمیت پر اساس مسؤولیتونه وسپاري. نوموړي د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو وغوښتل، چې په همغږۍ شته ستونزې حل کړي.

بلخوا د چارو ادارې عمومي رئیس احمد جان احمدي د لوی څارنوال د ګومارنې د فرمان لوستلو تر څنګ وویل، چې لویه څارنوالي یوه اساسي او مهمه داره ده او د افغانستان اسلامي امارت ورته ځانګړې توجه لري. نوموړي د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته په اشارې سره وویل، چې ټول باید د قانون د حاکمیت په برخه کې اساسي او مهم رول ولوبوي تر څو په خپلو پښو ولاړ نظام ولرو.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت لوی څارنوال شمس الدین شریعتي وویل، چې د لویې څارنوالۍ اساسي دنده تحقیق او په محکمه کې د دعوا اقامه ده. د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي قضايه قوې ته د قضیې د رسیدګۍ لاره برابروي او له دغې قوې سره په تفاهم به ستونزې په اساسي توګه حل شي.

نوموړي د لويې څارنوالۍ کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې په اطمینان سره خپلو دنده ته ستانه او خلکو ته د خدمت جوګه شي.

ښاغلي شریعتي زیاته کړه: «لویه څارنوالي به د حقوقپوهانو په همکارۍ په یوې سالمې ادارې اړوو، چې اسلامي عدالت په یوشان پلی کړای شو.» هغوی له ټولو کسانو چې ملت ته د خدمت نیت لري، وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت د خدمت کولو زمینه ورته برابروي.

ښاغلي شریعتي یادونه وکړه، چې دا دنده یو امانت او مسؤولیت دی او هڅه به وکړي، چې په پوره رښتینولۍ ژمنې ادا کړي.

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، چې دا اداره د مسلکي او اداري چارو ترسراوي لپاره ښځینه کارکوونکو ته هم اړتیا لري او په نژدې راتلونکي کې به مناسبو شرایطو ته په کتو د هغوی له ظرفیت او وړتیاوو څخه استفاده وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS