پنځه کسان د پیسو د ناقانونه لېږدونې په تور محاکمه شول

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۲:۳۲
عدلی

له یادو پنځو کسانو څخه یو د نیمروز ولایت اوسېدوونکی میرویس د سید احمد زوی او پاتې د غزني ولایت اوسېدونکي هر یو فیروز د علي احمد زوی، محمد نبي د محمد علي زوی، علي احمد د محمد ولي زوی او عبدالطیف د محمد لایق زوی، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز له خوا، د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۰ له هېواد بهر ته د ۱۰۲ زره او ۹۴۵ امریکایي ډالرو د ناقانونه لېږدونې په تور محاکمه شول.

د مؤظف څارنوال د اتهام نامې پر بنسټ، میرویس او فیروز د محمد نبي، علي احمد او عبدالطیف په همکارۍ متحده عربي اماراتو (دوبۍ)  ته ۱۳۶ زره اماراتي درهم، ۱۶۷ زره قطري پیسې، اته زره سعودي ریال او د بحرین هېواد اووه زره او ۶۰۰ روپۍ، چې ټولې له ۱۰۲ زره او ۹۴۵ امریکايي ډالرو سره برابرېږي، لېږدولې، چې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر اتمه د حامد کرزي نړیوال هوایي میدان د مسافرو د ګمرک عمومي مدیریت د مسؤولینو له خوا د لېږدونې پر مهال ونیول شول او یادې پیسې یې د افغانستان بانک عمومي خزانه دار ته د ټاکل شوي پلاوي په حضور سپارلې او قضیه یې د مظنونو کسانو د عدلي او قضایي تعقیب په موخه څارنوالۍ ته استولی ده.

د قضیې مؤظف څارنوال، د هر اړخیزو څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د یاد جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي، چې پر میرویس، فیروز، محمد نبي، علي احمد او عبدالطبیف ته د جزا کود د ۵۰۵، ۵۸، ۷۵ او ۵۹ مادې له مخې جزا ورکړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدایي محکمې قضايي پلاوي، میرویس د پېسو د ناقانونه لېږدونې په تور د جزا کود د ۵۰۵ او ۵۷ مادې له مخې، په ۳۶ زره افغانیو نغدي جزا او په همدې تور یې هر یو فیروز، محمد نبي، علي احمد او عبدالطیف د جزایي اجرااتو قانون د ۲۰۹ ماې په پام کې نیولو سره د جزا کود د ۵۰۵ او ۵۸ مادې له مخې، پر ۳۵- ۳۵ زره افغانیو نغدي جزا محکوم کړل.

د دغې محکمې قضایي پلاوي، د جزا کود د ۵۰۵ مادې پر بنسټ، د ۷۲ زره او شپږ سوه او ۷۹،۳۴۸ ډالرو د مصادرې په اړه هم حکم ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د محکمې د پلاوي د حکم له مخې، د قضیې تورن میرویس ته د ټولو ضبط شوو پیسو له جملې څخه ۳۲ زره او ۳۶۷ امریکایي ډالر بېرته ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS