په افغانستان کې د قضیو د اداره کولو د سیستم د څارني غونډه ترسره شوه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۴/۱۹ - ۱۶:۳۹
40

په افغانستان کې د قضیو د اداره کولو د سیستم د څارنې ۷۳ مه غونډه د لوی څارنوالي د حکمونو د تنفیذ د څارنې د مشرمحترم څارنپال محمد اسد ساپی په مشري په 19/04/1396نیټه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان دعدلي او قضایي سکتور استازو، د ملي امنیت د څارنوالي استازِي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سترې محکمې استازي، د سترې محکمې د مدني دیوان غړو، د کورنيو چارو وزارت استازي، د ملي دفاع وزارت استازي، د ملي امنیت د ریاست استازي او د روڼتیا د څار استازي ګډون درلود. په دې  غونډه کې د افغانستان د قضایي سیسټم د مدیریت په اړه خبرې وشوې. له بلې خوا، د څارنې بورډ د افغانستان د قضیو د اداره کولو لپاره نوي کړنلاري  وارزولې. په دغه غونډه کې ستونزې او کمښتونه د غونډې غړو لخوا حل او په اکثریتو رأیو تصویب شو.

د بورډ راتلونکې غونډه به یو میاشت وروسته د سترې محکمې په کوربه توب ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS