په ايران کې ۱۹۹ تنه افغان زندانيان افغانستان ته ولېږدول شول
ياد شمېر زندانيان د روان کال د کب پر ۲۴ نېټه د هرات په اسلام قلعې بندر کې افغان دولت مسؤلانو ته وسپارل شول، په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو کې چې د ايران او افغانستان ترمنځ په ګډه پوله کې په لاره اچول شوې وو، د لويې څارنوالۍ د ازادۍ سلب سيمو د څار رئيس عزيز احمد سرباز، جمشيد سلجوقي او عبېدالله عظيمي د هرات ولايت د استناف څارنوالۍ څاروالان، د بهرنيو چارو وزارت استازي، د هرات زندان سرپرست رئيس او د ايران اسلامي جمهوريت هيئت هم شتون درلود.
د لويې څارنوالۍ د سلب ازادۍ سيمو د څار رئيس عزيز احمد سرباز په وينا، ياد شمېر زندانيان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د ايران دولت ترمنځ د زندانيانو د تبادلې په تړاو د شوې هوکړې له مخې افغانستان ته لېږدول کېږي.
داځل په ايران کې ۱۹۹ تنه افغان زندانيان خپل هېواد ته لېږدول کېږي.
د ښاغلي سرباز په وينا دغه لړۍ له څو کالونو راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه ده، او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ۱۲۵ تنه نور افغان زندانيان هم له ايران څخه افغانستان ته را ولېږدول شي، د نوموړي په وينا دغه کسان په ايران کې د نشه توکو، سړي تښتونو، قتل، غلا، او د ټپي کولو په جرمونو نېول شوې ول، چې له ډلې يې ۵۸ تنه د ايران سترې محکمې له لورې پر اعدام محکومت شوې وو.
نوموړی زياتوي چې ياده ډله زندانيان د ايران په تربت حيدريه، مشهد، ګناباد او چناران په زندانونو کې بنديان وو.
عبدالهی چې د زندانيانو په چارو کې د ايران استازولي کوي وايي، چې ياد کسان د دوی په غوښتنه افغانستان ته انتقالېږي، او د پاتې نورو کسانو غوښتنه به تر څيړلو وروسته که د هوکړې له شرايطو سره برابره وه، هم افغانستان له ولېږدول شي.
د ښاغلي عبدالهي له قوله، په دې دوره کې تر اوسه هيڅ ايرانی زنداني له افغانستان څخه ايران ته نه دی لېږدول شوی، نوموړی هيله مندي ښايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به حقوقي او قضايي همکارۍ دوا وکړي او په راتلونکو نورو دورو کې به ايراني وګړي هم چې په افغانستان کې زندانيان دي هېواد ته ولېږدول شي.
افغان بندي چې ځان مختار را پيژني وايي، چې زه لس کاله په ايران کې بندي وم، اوس چې خپل هېواد ته راګرځم خوشال يم او له دولت غواړم چې ومې بښې.
د زندانيانو تبادله د افغان او ايراني حکومت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ترسره کېږي، دغه هوکړه په ۱۳۸۳ لمريز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوې، او په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د وخت ولسمشر له لورې توشيح شوې ده، تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانيانو تبادله شوې.
