په تېرو شپږو میاشتو کې د مالي او اداري چارو مرستیالۍ ځینې وړې او منځنۍ پروژې پرانېستلې دي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۳ - ۱۲:۱۸
افتتاح آشپسخانه

د دغو پروژو په پرانستغونډه کې چې د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۳۰ وشوه، د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس، د خدماتو رئیس او د یادې ادارې ځينو کارکوونکو ګډون کړی و.

د لوی څارنوال د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه پروګرام کې وویل، چې د یادو پروژو تر بشپړاوي وروسته به لویه څارنوالۍ کې د پخلنځي، جنراتور خونې او د تیلو د ذخیرې ستونزې حل شي. د پخلنځي له جوړونې څخه د ښاغلي ارغون موخه، د یو پاک او خوندي پخلنځي لرل او له انفرادي پخلي څخه ډډه کول ښودل شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه: «د تېلو ذخیره هم د تېلو د ویش بهیر د روڼوالي، د باکیفیته تېلو د ذخیره کولو او د وېش او لګښت په برخه کې د وخت د سپما لامل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې لویې څارنوالۍ څه موده وړاندې د لغمان د استیناف څارنوالۍ وداني ګټې اخېستنې ته سپارلې او تمه ده په نږدې راتلونکو کې د خوست، کاپیسا، ډایکنډي، نورستان د استیناف څارنوالیو ودانۍ او دارلامان کې د یادې ادارې د غونډو د تالار وداني هم ګټې اخېستنې ته وسپاري.

یادې ادارې د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د دارلامان او قلعه فتح الله وادنیو ځينې وړې او منځنۍ پروژې بشپړې کړې، چې له دې جملې څخه په ډبرو د دهلیزونو فرشول، د دفترونو سرامیک، دفترونو او دهلیزونو ته د لرګي پایزارې ورکول، چمن او زینتي بوټي کرل، فواره او معیاري تحویل خونه جوړول، پر ښیښو د محافظتي فلمونو نصبول، د لارښود تختو جوړول او نصبول، د مرکز ګرمۍ بیا رغونه، د سولري پایي جوړونه او نصبونه او د چمنو او ګلانو د اوبولو په موخه د فاضلابو د تصفیې سیسټم فعالول یې د یادونې وړ بلل کېږي.

د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د مسؤولانو په خبره، د کندهار، ارزګان او د جوزجان د اقچې او د کابل د استالیف ولسوالۍ د ودانیو کارونه تر تدارکاتي مراحلو لاندې دي او همداراز په نږدې راتلوونکي کې به د لوګر استیناف څارنوالۍ د ودانۍ کارونه هم پیل شي.

په یادو پروژو ټول (۲۴۲۱۳۴۰۱۲) ۲۴۲ میلیونه او ۱۳۴ زره او ۱۲ افغانۍ لګښت راغلی، چې تر بشپړاوي وروسته به په مرکز او ولایتونو کې د لویې څارنوالۍ ډېری اړتیاوې پوره او ستونزې به یې حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS