په عدلي او قضایي ارګانونو کې د قضیو د مدیریت سیستم د حقوقي او اداري موقف تفاهم لیک لاسلیک شو
دغه تفاهم لیک د لویه څارنوالۍ ، ستري محکمې، ملي دفاع وزارت ، کورنیو چارو وزارت ، عدلیې وزارت ، د ملي امنیت عمومي ریاست ، د فساد پر وړاندي د مبارزې عالي ادارې او د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې ترمینځ لاسلیک شو.
دغه تفاهم لیک د عدلي او قضایي ارګانونو ترمینځ د چارو روڼتیا ، ځواب ویلو او همغږۍ د رامینځته کیدو په موخه لاسلیک شو.
د تفاهم لیک پر اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ددې سیستم مدیریت په لاس کې اخلي او په همدې ترڅ کې یاد تفاهم لیک ټول اړوند ارګانونونه مکلف دي ترڅو د ټولو قضیو د کشف ، څيړني او محاکمي د مراحلو د ثبت او راجستر په برخه کې یو له بل سره مرسته وکړي.
د قضیو د مدیریت سیستم د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ دفتر (JSSP) لخوا طرحه او په لاره اچول شوی دی.
ټاکل شوې د قضیو د مدیریت سیستم مسئولیت د پنځو کلونو په اوږدو کې له تمویل او سمبالتیا وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت سترې محکمې ته وسپارل شي.
