په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ ۴۸۶ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ کال د غویي میاشت کې د هېواد په کچه ۴۸۶ جنایي پېښې شوې دي.
دا راپور ښيي، چې ۲۲۷ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته استول شوې، چې په ۹۷ قضیو یې پرېکړه کړې او ۲۲ نورې یې د استیناف محکمې له خوا پرېکړه شوې دي. په دغه راپور کې راغلي، چې ۱۳۰ نورې قضیې تر کار لاندې دي.
په یاد راپور کې راغلي، چې ۱۱ قضیې اړونده مراجعو ته استول شوې او ۲۰ نورې د مناسبو دلایلو د نشتوالي له امله ساتل شوې دي.
همداراز یاد راپور په ډاګه کوي، چې د یادو قضیو له جملې څخه ۲۲ قضیې د اشخاصو اړوند جرمونو، دوه قضیې د اموالو اړوند جرمونو (د دوکې، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس) او ۹ نورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې جرمونو په اړه دي.
په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جرمي، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي، ۷۶۱ زره او ۴۵۳ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي