په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ ۵۵۴ قضیې څېړلې او ثبت کړې دي
په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۳۹۸ کال د وري په مياشت کې د هېواد په کچه ۵۵۴ جنایې پېښې شوې دي.
د یاد شوي راپور له مخې، ۲۰۳ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته سپارل شوې، چې پر ۵۰ قضیو یې پرېکړه شوې، پر ۳۹ قضیو د استیناف محکمې پرېکړه کړې او ۱۵۳ نورې تر کار لاندې دي.
په دغه راپور کې راغلي دي، چې ۱۷ قضیې بېرته اړوند مراجعو ته استول شوې او ۵۰ قضیې د مناسبو دلایلو د نشتوالي له امله ساتل شوې دي.
دغه راپور ښيي، چې د یادو قضیو له جملې څخه ۱۲ قضیې د اشخاصو اړوند جرمونو، پنځه قضیې د اموالو اړوند جرمونو (د دوکې، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس) او څلور نورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو په اړه دي.
په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جرمې، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه؛ چې په نغدي جریمه محکوم شوي، دوه میلیونه و۷۹۱ زره او ۶۱۸ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوې دي.
