په لویه څارنوالي کې د حقوقي تحقیقاتو لومړۍ غونډه وشوه
دا غونډه «د جرمونو تکرار او تعدد» په سرلیک په قضايي چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم پر لومړۍ د دغې ادارې ځینو څارنوالانو ته دایره شوه.
د دې غونډې موخه د څارنوالانو د حقوقي ظرفیت لوړاوی دی.
په قضايي چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه په دې ناسته کې وویل، لویه څارنوالي خلکو ته د عدلي خدمتونو له وړاندې کولو سره سره هڅه کوي، چې د دې ادارې د کارکوونکو ظرفیت په حقوقي او مسلکي برخو کې لوړ کړي.
ښاغلي علامه «د جرمونو تکرار او تعدد» یو پېچلی بحث وګاڼه او ويې ویل: «په دې ناستې سره د یادې شوې موضوع پر ظرافتونه او اړخونه پراخ بحث کولای شو.»
په دې غونډه کې د جرم د تعدد پر مفهوم، پر مادي او معنوي تعدد، د جرم د تکرار پر مفهوم او پر ځینو نور مواردو په مفصل ډول بحث وشو.
د یادونې وړ ده، چې د لویې څارنوالۍ رهبري هڅه کوي، د حقوقي پېچلو مسایلو په اړه د خپلو کارکوونکو ظرفیت لوړ کړي. همداراز دا اداره کوښښ کوي، د کنفرانسونو له تالار څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه حقوقي بحثونه او علمي ناستې هم جوړې کړي
