په لویه څارنوالی کې د تفتیش عالي ادارې د سپارښتنو او موندنو د تطبیق ناسته وشوه

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۲۴
ago

دا ناسته د لویې څارنوالۍ د سرچینو او ادارې عمومي رئيس وحیدالدین ارغون، مالي او اداري عمومي رئيس، د خدماتو رئيس او د مالي او اداري آمرانو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر لسمه وشوه.

د دې ناستې موخه او د لويې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ مالي کال د اجرااتو راپور کې د تفتیش عالي ادارې د سپارښتنو او موندنو تطبیق ښوول شوی دی.

په دې ناسته کې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د لویې څارنوالۍ د اجرااتو په تړاو د تفتیش عالي ادارې د پلاوي د سپارښتنو او موندنو په تړاو بحث وشو. د دې ناستې غړو د تفتیش عالي ادارې سپارښتنې او موندنې رهنمودي او تحصیلي یادې کړې.

په دې ناسته کې د اسنادو تر کتو او د نظریاتو تر اورېدو وروسته، تصمیم ونیول شو، چې د «۱۳۹۸ مالي کال د تفتیش عالي ادارې د پلاوي د سپارښتنو د تطبیق کمېټه» جوړه کړي. د یادې شوې ناستې غړو، دا کمېټه موظفه کړه چې په دېرشو کاري ورځو کې د سپارښتنو د تطبیق او حمایوي اسنادو ترتیب راپور برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د تفتیش عالي اداره د قانون او مقرراتو له مخې د نړیوال سازمان د معیارونو پر بنسټ هر کال بودیجه يي واحدونه د پلان پر اساس د (ISSAIS) سیسټم پر بنیاد ارزوي.

د ارزونې موخه د روڼتیا، حساب ورکولو، د معاملاتو دقیق ثبت، د عوایدو سم لګښت، د عامه شتمنیو مراقبت او اړوندو مراجعو ته د بررسي پلاوي د پایلو ارایه د قوانینو، مقرراتو، کړنلارو، لوایحو او نړیوالو معیارونو پر اساس بلل شوې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي تل پر روڼتیا، حساب ورکولو او له اداري فساد سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS