په لویه څارنوالۍ کې درې تنه نوي رئیسان وټاکل شول

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۳/۹ - ۱۴:۵۱
4

دغه درې کسان هر یو محمد داوود افضلي د محمد افضل زوی، سیف الرحمن د عبدالحفیظ زوی او عبدالصمد د عبدالحی زوی د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د وړاندیز او  جمهوري ریاست د )۴۴۴ او ۴۴۵ (ګڼې فرمان له مخې چې د ۱۳۹۷ کال د غویي میاشتې پر ۳۱ صادر شوی و، په دغه اداره کې د نویو رئیسانو په توګه وټاکل شول.

د یاد شویو فرمانو له مخې، د ماشومانو سرغړونو ته د لاسرسۍ څارنوالۍ پخوانۍ رئیس او د حقوقو ماسټر محمد داوود افضلي د نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ د رئیس په توګه لومړي بست ته، د ماشومانو سرغړونو ته د لاسرسۍ رئیس او د حقوقو لیسانس عبدالصمد له دوهم بست څخه فوق بست د ماشومانو سرغړونو ته د لاسرسي عمومي رئیس په توګه تبدیل شول.همداراز د حقوقو لیسانس سیف الله د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د قانون حاکمیت، عدالت ټینګښت او خلکو ته د ښه خدمت په موخه په لویه څارنوالۍ کې بدلونونه او تبدیلۍ منځ ته راځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS