په لویه څارنوالۍ کې د فاضلابو د تصفیې د سیسټم جوړونې کار پیل شو

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۷/۱ - ۱۷:۵۱
27

د دغه سیستم د جوړونې کار د لویې څارنوالۍ او د اوبو رسونې د ښاري کانالیزاسیون شرکت تر منځ د یو قرارداد له مخې، چې مخکې طرحه شوی و، د ۱۳۹۷ کال د تلې پر لومړۍ نېټه د مالي او اداری چارو مرستیال او د یادې شوې ادارې د ځینو رئیسانو په حضور د دارالامان په ودانۍ کې پیل شو.

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وحیدالدین ارغون وویل: «په اوسني وخت کې؛ په هره برخه کې د ټولو سیسټمونو پرمختللي کول د بشریت د بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. لویه څارنوالي د خپلو شته امکانانو په واسطه، د فاضلابو د تصفیې سیستم جوړونه د قبول شویو او پرمختللیو معیارونو له مخې، د پنځه میلیونه، اته سوه او اته شپیته زره او ۹۱۴ افغانیو په لګښت سره جوړوي.»

د ښاغلي ارغون په وینا، د دې سیسټم د جوړونې چارې به څلور میاشتې وخت ونیسي.

ښاغلي ارغون همداراز ټینګار وکړ، چې د لویې څارنوالۍ د دوو (دارالامان او نوي ښار) ودانیو د فاضلابو د تخلیې کلنی مصرف یو میلیون او اته سوه دري څلویښت زره او ۲۸۰ افغانیو ته رسیده.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «د فاضلابو د تصفیې سیستم په جوړونې سره نه یوازې چاپېریال پاکیږي، بلکې د تصفیه شویو اوبو څخه یې د دې ادارې د چاپېریال په سرسبزۍ او اوبو لګونه کې ګټه اخیستل کېږي او د فاضلابو په تخلیه کې هر کال تر یو نیم میلیون افغانیو د زیات لګښت مخنیوی هم کوي.»

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS