په لویه څارنوالۍ کې د مور ورځ ونمانځل شوه

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۳/۲۲ - ۱۵:۵۱
6

د دغه پروګرام موخه د مور د ورځې نمانځنه وه چې د لویې څارنوالۍ د جنډر رئیسې لیدا حیدري او د دې ادارې د ښځينه کارکوونکو په حضور، د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر ۲۲ جوړ شو.

د لویې څارنوالۍ د جنډر رئیسې اغلې لیدا حیدري، د دغه پروګرام موخه په ټولنه کې د مور موقف ته درناوی وباله.

ښاغلې حیدري زیاته کړه چې دغه ریاست په پرله پسې توګه په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د شمېر زیاتوالي، ظرفیت لوړونې او د دوی د کاري چاپېریال د خوندیتوب په برخه کې کوښښ کوي.

د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ پلاوی هڅه کوي چې د ښځو شمېره په یاده شوې اداره کې زیاته شي او له دي سره به د جنډر اصل هم مرعات شي.

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۲۹ ښځينه امرانو معرفي او په مرکز او ولایتونو کې د سلو په شا او خوا د ښځینه مسلکي څارنوالانو ګومارنه یو مهم ګام بلل کیږي چې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي او د دوی د ملاتړ په برخه کې اوچت شوی دی.

اغلې حیدري زیاتوي چې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د کاري چاپېریال د خوندیتوب په پالیسۍ کار روان دی او په نږدې راتلونکو کې به بشپړه شي.

نوموړې د لويې څارنوالۍ په کاري چاپېریال کې د ښځو د ځورونې مخنیوي کمېټې د جوړونې خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه چې که د ښځو ځورونې په اړه کوم شکایت وشي، د یادې شوې کمېټې لخوا به په جدي توګه څېړل کیږي.

د جنډر ریاست، تر دې مهاله د ښځو د ځورونې د مخنیوي او جنډر په اړه د عامه پوهاوي ډېر پروګرامونه جوړ کړي دي او د دې تر څنګ یې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په برخه کې هم مهم رول لوبولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د لویې څارنوالۍ رهبري هم په پرلپسې توګه په لویه څارنوالۍ کې د ښځو د شمېرې په زیاتوالي، جنډر مرعاتولو او د دوی د ظرفیت پر لوړونه ټینګار کوي.   

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS