په لویه څارنوالۍ کې د کمپیوټر لومړنیو زده کړو دری ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شوو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۴/۱۰/۲۳ - ۸:۳۹
ago

" په لویه څارنوالۍ کې د کمپیوټر لومړنیو زده کړو دری ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شوو

په لویه څاروالۍ کې د پاورپوینت زده کړې پروګرام د JSSP (افغانستان عدلي سکتور ملاتړ پروګرام) له خوا د دریو ورځو لپاره په لاره واچول شو. نوموړی پروګرام چې د لویې څارونوالۍ د اړتیا په نظر کې نیولو سره تر سره شو، په کې د بیلا بیلو ریاستونو کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د لوې څارنوالۍ کتابتون عمومي مدیر وفي الله غفاري چې په دغه پروګرام کې برخه درلوده، د نوموړي پروګرام په اړه داسې وویل: "د کمپیوټر د پروګرامونو دغه زده کړې زمونږ د اداري کار کوونکو لپاره یوه اړتیا ده. داسې پروګرامونه کولی شي چې په ورځنیو چارو کې زموږ د همکارانو سره پوره مرسته وکړي."

نوموړي د JSSP  ادارې څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې د لوې څارنوالۍ د کار کوونکو سره په دغه پروګارم کې لا زیاتو مرستو ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.

په لویه څارنوالۍ کې د بشري منابعو ریاست غړی بنفشه انصاري چې د دغه پروګرام یوه بله ګډوانواله وه داسې وویل: " د دغه پروګرام زده کړه زمونږ په کاري کړنلارو باندې نیغ په نیغه مثبت تاثیر لري او د دغه پروګرام د لازیاتې زده کړې سره به زمونږه د کار کیفیت نور هم لوړ شي."

نبیلا سادات د دغه پروګرام بلې ګډونوالې د پاور پواینټ د زده کړې په اړه داسې وویل: " مونږه د دغه پروګرام د زده کړې سره کولی شو چې راپورونه او د سیمینارونو لپاره روزنیز مواد ترتیب کړو."

د JSSP ادره د امریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو د وزارت لخوا تمویلیږي او د لوې څارنوالۍ سره یوه مهمه همکاره اداره ده. دغه اداره د څو کلنو را په دی خوا د لويې څارنوالۍ سره په بیلابیلو برخو کې په ځانګړی توګه د لویې څارنوالۍ د کارکوونکو د کچې لوړولو کې مرسته کوی. 

"

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS