په لویې څارنوالۍ کې اووه نوي رئیسان معرفي شول

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱/۶ - ۱۵:۱۹
232

دا اووه تنه د لویې څارنوالۍ د وړاندیز په اساس، د جمهوري ریاست تر منظورۍ وروسته د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون او ځینو نورو رئیسانو له خوا د ۱۳۹۷ کال د کب پر شپږمه دې ادارې ته وروپېژندل شول.

د یاد وړاندیز پر بنسټ، بکتاش عزیزی په لومړي بست کې د لویې څارنوالۍ مقام دفتر رئیس، مل پاسوال عبدالمبین رحیمی د نظامي رتبې په حفظ سره په مافوق بست کې د تحریراتو او دارالنشاء رئیس، محمد ناصر‌ همت په لومړي بست کې د بشري سرچینو د انکشاف عمومي رئیس او سید فرید ‌حسینار په دویم بست کې د مالي او حسابدارۍ رئیس په توګه معرفي شول.

یاده دې وي، چې د دفتر مقام ریاست، د بشري سرچینو د انکشاف عمومي ریاست او د دارالنشاء او تحریراتو ریاست په دې ورستیو کې له دویم بسته، لومړي بست ته ارتقا‌ء کړې ده.

له دې سره سم محمد آصف فیاض په دویم بست کې د خدماتو ریاست سرپرست، رحیم‌الله صافی په دویم بست کې د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس او مسیح‌ الله احمدزی په دویم بست کې د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس په توګه معرفي شول.

د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون د نوي رئیسانو د معرفۍ په غونډه کې وویل: «د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ۱۳۹۷ کال د بودیجې په دفاع کې وکولای شول، چې په دې اداره کې ۴۰۰ نوي بستونه ورزیات کړي.»

ښاغلي ارغون زیاته کړه، دا ۴۰۰ کسان به په مرکز او ولایاتو کې په بېلابېلو مسلکي او اداري برخو کې په کار وګومارل شي.

د لوی څارنوال مالي او اداري مرستیال په خبره، د ځوانانو ګومارنه په دې اداره کې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ له تعهد څخه ګڼل کېږي او دا گومارنه به د ځوانانو د وړتیا او مسلکي ظرفیت پر بنسټ ترسره شي.

 ښاغلي ارغون ټینګار وکړ، چې د سیستم اصلاح د هرې ادارې له مهمو اړتیاوو څخه ده، چې دا په خپله د ښو خدماتو د وړاندی کولو، د کار چټکتیا او د زاړه سیستم له منځه وړلو لامل کېږي او له دې سره به د تکنالوژۍ په وده کې هم مرسته وشي.

ښاغلي ارغون زیاته کړه، د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته د ښه کاري چاپېریال برابرولو او اسانتیا په موخه دوه آمریتونه (د معلوماتو او ټکنالوژۍ آمریت او د خدماتو آمریت) ریاستونو ته ارتقا‌ء ورکړه.

د لوی څارنوال د مرستیال په باور، دا دوه ریاستونه د دې ادارې له مهمو او کلیدي ریاستونو څخه شمېرل کېږي، چې د یادو ریاستونو پیاوړتیا خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو لامل کېږي.

رحیم‌الله صافي د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس، د نویو رئیسانو په استازیتوب د جمهوري ریاست او د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه، چې پر دوي یې اعتبار وکړ. ښاغلي صافي ژمنه وکړه، چې خپلې دندې به په پوره ایماندارۍ، صداقت او مسؤولیت سره ترسره کوي او د دې ادارې په پرمختګ کې به نه ستړی کېدونکي هلې ځلې وکړي.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS