په مرکز کابل کې د ظرفیت لوړونې سیمینار درېیم پړاو پای ته ورسېد

yama_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۱:۴۳
بنایی

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په مرکز او ولایتونو کې د دغې ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینارونه پیل کړي، چې د مرکز په ګډون په ځينو ولایتونو کې پای ته رسېدلي او ځینو نورو کې دوام لري.

په همدې لړ کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ځینو کارکوونکو ته درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد. دا سیمینار د استخباراتو پر چارو د نظارت ریاست او پر حکومتولۍ چارو د نظارت ریاست کارکوونکو ته جوړ شوی و، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الثاني پر ۱۵ د دغې ادارې بنايي ودانۍ د تدقیق او مطالعاتو ریاست د غونډو په تالار کې پای ته ورسېد.

بنایی

د دې روزنیزو سیمینارونو موخه، په امارتي او له امارتي ادارو سره اړوند خصوصي ادارو کې د ا.ا.ا د مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت ډول او څرنګوالی، په اړوندو ادارو کې د اجرااتو د قانونیت نظارت او له امارتي او خصوصي مراجعو له مسوولینو سره د دغې ادارې د مسلکي غړو چلند او د همکارۍ څرنګوالی، د تقنیني سندونو رعایت او تطبیق، له اداري فساد څخه مخنیوی، یادو مراجعو کې د مؤثریت او روڼتیا رامنځته کول او په هېواد کې د اسلامي نظام لا بقا په ګوته شوي دي.

دا روزنیز سیمینارونه د اتو کمېټو له لوري چې غړي یې د دغې ادارې ځینې رییسان، مشایخ، علمای کرام، کارپوه او تجربه لرونکي ښوونکي دي، مخته وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په کابل کې له دې وړاندې هم د دغې ادارې مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته دوه پړاوه روزنیز سیمینارونه پای ته رسېدلي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS