په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ لپاره د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۷/۱۶ - ۱۵:۵۱
37

د لویې څارنوالۍ او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د شوي هوکړه لیک پر اساس په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې لپاره په دوو څانګو جزا او جرم پېژندنې او اداره او عامه پالیسۍ څانګو کې ازموینه واخیستل شوه. دا ازموینه په شفاف ډول د لویې څارنوالۍ او د لوړو زده کړو وزارت د استازیو په حضور کې د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۱۶ واخیستل شوه.

د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالدین ارغون وویل، چې په عدلي او قضايي ادارو کې ظرفیت لوړونې یو جدي امر ګڼل کېږي؛ نو پر همدې اساس لویه څارنوالي د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه نن د کابل پوهنتون په مرسته څارنوالانو ته د ماسټرۍ دورې د ازموینې زمینه برابروي.

ښاغلي ارغون همداراز زیاته کړه: «هغه څارنوالان چې د ماسټرۍ دوره په بریالیتوب پای ته ورسوي، د عدالت او روڼتیا په تأمین، د قضیو د څېړنې په کره توب او همداراز په چټکۍ د کارونو په مدیریت کې له موږ سره ګټوره مرسته کولی شی.»

په ورته وخت د کابل پوهنتون د ماسټرۍ او دکتورا د بورډ غړي پوهاند قیوم عارف وویل، چې کابل پوهنتون په بېلابېلو رشتو کې د ماسټرۍ پروګرامونه پيل کړي دي او خوښ دی، چې نن د لويې څارنوالۍ سره د یوه هوکړه لیک پر اساس د دغې ادارې له کارکوونکو په دې برخه کې ازموینه اخیستل کېږي.

ورپسې، د کابل پوهنتون د نن ورځې له غوښتنو سره سم، په بېلابېلو پوهنځیو کې د ماسټرۍ برنامې پيل کړې دي او دغه پوهنتون ځینو نورو دولتي ادارو ته هم د ماسټرۍ د برنامو زمینه برابره کړې ده.  

د یادونې وړ ده، چې دغې ازموینې ته ۳۸۴ څارنوالانو غوښتنلیکونه سپارلي و، چې د حقوق او سیاسي علومو د ماسټرۍ د برخې د بورډ له خوا يې د اسنادو تر څېړلو وروسته ۲۶۴ کسانو وکولای شول، چې ازموینې ته لاره پيدا کړي. د دغو کسانو له ډلې به دېرش محصلان د جزا او جرم پېژندنې په څانګه او دېرش نور به د اداره او عامه پالیسۍ په څانګه کې ومنل شي.

هېرده دې نه وي، چې د لویې څارنوالۍ او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د روان کال د جوزا په میاشت کې د ماسټرۍ پروګرام پنځه کلن هوکړه لیک امضا شو، چې له مخې به يې هر کال ۶۰ څارنوالان د لوړو زده کړو له خوا د ماسټرۍ په برخه کې به د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې منل کېږي.

  

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS