څارنوالانو ته د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره، د عدلي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړی کېږي

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۵ - ۱۷:۱۳
saranwal

دا خبره د لویې څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو رئیس محمد منیر مروت د (جزا کود د عامې برخې) په نوم د پنځه ورځني پروګرام په وروستۍ ورځ وکړه. دا روزنیز پروګرام چې ۳۰ څارنوالانو ته جوړ شوی و، د ۱۳۹۸ کال د غویي پر پنځمه پای ته ورسېد.

د لویې څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو رئیس په دغه پروګرام کې وویل، چې د یاد حقوقي او روزنیز پروګرام د جوړونې موخه، په ټولنه کې د عادلانه نظم راوستل بلل کېږي. نوموړي څارنوالانو ته په اشارې سره وویل، چې په ټولنه کې د عدالت د تأمینولو لپاره باید هر ډول هڅې وکړي.

saranwal

له بلې خوا د مسلکي زده کړو انستېتوت رئیس ډاکتر عزیزالله فصیحي د یاد پروګرام د جوړونې موخه، د جزا کود له عامه برخې څخه د څارنوالانو د مسلکي پوهې ترلاسه کول وبلل. ښاغلي فصیحي ټينګار وګړ، څومره چې څارنوالان په خپل مسلک او کار مسلط وي، په هماغه کچه د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین بهیر چټکېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې لویه څارنوالي په پرلپسې توګه د څارنوالانو او د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه ورته روزنیز پروګرامونه جوړوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS