څلور تنه سړي تښتوونکي په ۲۰ کلن بند باندې محکوم شول

د کابل ښار د درېیمې حوزې د ابتدايي محکمې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرایمو دیوان، نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د غويي په ۲۱مه د یوې علنې غونډې په ترڅ کې، د یوه ملي سوداګر د تښتوونې د قضیې په تړاو سړي تښتوونکي په سزا محکوم کړل.
دغه قضایي غونډه چې د همدې محکمې په تالار کې د قضیې د تورنو، د قضیې د موظف څارنوال، د تورنو د مدافع وکیلانو، د محکمې د قضایي هیئت او یو شمېر خبریالانو په شتون کې جوړه شوې وه، د قضیې تورن، هر یو عبدالحمید د بومان علي زوی، مولاداد د حسین داد زوی، اسحاق د قاسم علي زوی او محمداجان د محمد جان زوی د حاجي محمد حسین د مرجان علي زوی او خیر محمد د جان محمد د زوی د تښتوونې د قضیې په تړاو د حزا د کوډ د ۵۹۱، ۲۱۸ او ۲۱۹ مادو له مخې د نظارت د پیل له ورځې په ۲۰ کلن تنفیذي بند باندې محکوم کړل او عبدالحکیم د محمد جان زوی یې د جزا د کوډ د پنځمې مادې له مخې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله، بری الذمه وپیژانده.
د قضیې موظف څارنوال، د خپلې صورت دعوې د وړاندې کولو په مهال وویل چې، دغو تورنو کسانو نږدې پنځه میاشتې وړاندې، د حاجي محمد حسین او خیر محمد د تښتوولو پلان جوړ کړی و او له هغوی سره یې د پيژندګلوي نه په ګټې اخیستنې دې ته هڅوولي وو تر څو په کابل کې یو کور واخلي. کله چې حاجي محمد حسین او خیر محمد له هرات څخه کابل ته راځي، په همغه شپه د قضیې د یوه تښتیدلي جرمي شریک په کور کې د وسلې په زور یې لاسونه، پښې او سترګې یې تړل کېږي او د یوه فلاینکوچ ډوله موټر په مټ یې په همغه شپه د خپل بل جرمي شریک، اسحاق کور ته لیږدوي. د اسحاق په کور کې له ۱۵ ورځو وروسته، تور کسان تصمیم نیسي چې هغوی د خپل بل جرمي شریک، محمداجان کور ته چې په دشت برچې کې د اتفاق په ښارګوټي کې موقعیت لري د شپې ناوخته وړي او هلته یې په یوه کېندل شوې څاه کې ساتي.
نوموړي څارنوال زیاته کړه چې، په همدې موده کې، همدا سړي تښتوونکي د حاجي محمد حسین د کورنۍ له غړو سره اړیکه نیسي او له هغوی څخه د ۳۰۰۰۰۰ امریکايي ډالرو غوښتنه کوي، په پای کې، د حاجي محمد حسین کورنۍ د ۱۸ لکه افغانیو ورکړې ته غاړه ږدي، چې کشفي او امنیتي سرتیري د خپلو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره، د ۱۳۹۷/۱۰/۱۹ نېټې په شپه لومړی عبدالحمید نیسي او نوموړی پر خپل جرم باندې تر اعتراف وروسته په ۱۳۹۷/۱۰/۲۰ نېټه د تښتوول شویو کسانو دقیق ځای او د خپلو نورو جرمي شریکانو پته هم په ډاګه کوي.
د یادونې وړ ده چې محکومین د محکمې له خوا حاجي محمد حسین ته د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو او ۲۵۰۰۰۰ افغانیو د تاوان په ورکړې سره هم مکلف وپیژندل شول.
د همدې محکمې په درشل کې، د قضیې موظف څارنوال د خپلې صورت دعوې او د مجرمینو د اعترافاتو له مخې د دلایلو له وړاندې کولو وروسته، د محکمې له مشر او قضايي پلاوي څخه د جزا د کوډ د ۵۲۶ حکم له مخې غوښتنه وکړه تر څو هغوی د انسان تښتوونې په تور په درنه سزا ورکولو سره محکوم کړي.
له کومه ځایه څخه چې په هېواد کې په دې وروستیو کې د سړي تښتوونې پیښې، له هېواد څخه د پانګه والو او د هغوی د پانګو د تېښتې لامل ګرځیدلی، نو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، تل له دا ډول کسانو او قضیو سره په جدیت چلند کوي او هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې د افغان وګړو حقونه تر پښو لاندې شي.