کوم شرکتونه چې د دولت پورونه نه پرې کوي، بانکي حسابونه به يې وتړل شي

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۵:۳۷
ago

له حقیقي او حکمي کسانو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون وايي، چې د دولت حکمي او حقیقي پوروړي باید خپل پورونه پرې کړي. د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې به د پوروړو شرکتونو بانکي حسابونه وتړي او مسؤولین به یې ممنوع الخروج کړي.

دغه غونډه د لویې څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې مرستیال او له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون رئيس په مشرۍ او د نورو غړو په ګډون د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۲ وشوه.

د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال او له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون رئيس قیس باوري په دې غونډه کې وویل، چې د بهرنیو چارو وزارت، د کابل ښاروالۍ، د معادن او پټرولیم وزارت، د پایتخت زون اداره او د افغانستان د وسپنې پټلۍ خپلواکه اداره دې د خپلو پورونو په حصول کې جدي او ګړندي ګامونه واخلي.

ښاغلي باوري د بهرنیو چارو وزارت او د پایتخت زون ادارې استازو ته وویل، چې د خپلو پوروړو لېست دې ژر تر ژره له کمېسیون سره شریک کړي، چې وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي همداراز د کابل ښاروالۍ استازي ته وویل: «کوم شرکتونه چې له ښاروالۍ پوروړي وي، ژر تر ژره دې خپل پورونه ترې حصول کړي او هغه شرکتونه چې د پورونو په ورکړه کې ځنډ کوي، حسابونه یې کنګل او مسؤولان دې یې ممنوع الخروج شي.»

د یادونې وړ ده، چې ګلبهار سنټر، پویا ګرافیک، افغان مشعل، آصف عرفان، کریم زرین، خپلواک احمدزی، شهکار، اطلس، شهروند، سند لایټ او حیات شرکتونه د کابل ښاروالۍ پوروړي دي.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، هغه وزارتونه او خپلواکې ادارې چې تر دې دمه يې له حقیقي او حکمي کسانو د پورونو د حصول کمېټه نه وي جوړه کړې، کمېټه دې د خپلو پوروړو د مشخصولو لپاره جوړه او معلومات دې له کمېسیون سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده، له حکمي او حقیقي اشخاصو د دولت د پورونو د حصول کمېسیون د ولسمشر په حکم د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال په مشرۍ ایجاد شوی او د دولت له پوروړو د پورونو د راټولولو دنده پر غاړه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

BACK TO NEWS