یوناما: لویه څارنوالي اوس هم د اداري فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې مخکښه ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان(UNAMA) د مرستیالۍ پلاوي، پخپل تازه راپور کې، چې " له اداري فساد سره مبارزه او د سولي او ارامۍ لپاره بنسټیز کار " په نوم یې د ۱۳۹۸ کال غویي پر څلورمه نشر کړی، د اداري فساد د کمونې، د اداري فساد قضیو ته د رسیدګۍ، د داخلي تفتیش لپاره د لویې څارنوالۍ د ظرفیت د پیاوړتیا، په یاده اداره کې د ښځو د ونډې زیاتوالي او د نظارت او ارزونې د ګډې کمېټې د سپارښتنو د تطبیق لپاره د چمتوالي په برخه کې یې د لویې څارنوالۍ اغېزناک رول د ستاینې وړ ګڼلی دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د هڅو مسوؤلیت په غاړه لري. په یاد راپور کې همداراز راغلي: «لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي له اداري فساد سره د مبارزې او د قانون د حاکمیت ملي شورا د فرعي کمېټې پر رهبرۍ سربېره، په لویه څارنوالۍ کې د روڼوالي او بې پرېتوب پر پیاوړتیا ټینګار کوي.»
راپور ښيي، چې د ۲۰۱۸ کال د سروې له مخې، په عدلي او قضایي ادارو او د افغانستان په ملي پولیسو کې د اداري فساد تجربې کمې شوې دي. د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوی، په یادو بنسټونو کې د اداري فساد د کچې ټیټوالی، د لوی څارنوال او قاضي القضات د هڅو پایلې ګڼي.
دا راپور د لویې څارنوالۍ د پنځه کلن (۲۰۱۸-۲۰۱۱) ستراتیژیک پلان د یادونې تر څنګ، له هېوادوالو سره د لوی څارنوال د مستقیمو او اونیزو لیدنو کتنو او شکایت اورېدنو ستاینه وکړه.
په ولایتونو کې د تفتیش د ښه مکانیزم له لارې د داخلي تفتیش د ظرفیت لوړوالی، د شکایتونو د لاسته راوړلو او ثبت په موخه شپه او ورځ هیوادوالو ته د اړیکشمېرې په واک کې ورکول او په یاده اداره کې ۲۰.۷ سلنې ته د ښځو د ونډې پورته کول له هغه مهمو مواردو څخه دي، چې په یاد راپور کې د اغیزناکه اقداماتو، په چارو کې د روڼوالي او له اداري فساد سره د مبارزې په نوم یې یادونه شوې ده.
په افغانستان کې د یوناما دفتر پخپل راپور کې دا هم ویلي، چې لویې څارنوالۍ په ۵۱ هغه ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پیل کړې چې تر دې وړاندې يې پکې فعالیتونه نه درلودول او اوسمهال د هېواد په کچه په ۲۸۳ ولسوالیو کې حضور لري او پکې عدالت ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې عملا کار کوي.
یاد راپور د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې مرستیالۍ یادونه هم کړې او زیاته کړې یې ده، چې یادې مرستیالۍ د خپلو دندو د پر مخ بېولو په ځانګړې ډول د ملکیتونو د بیا په لاس راوړنې په برخه کې، له اداري فساد سره د مبارزې د قانون ملاتړ تر لاسه کړی دی.
په دغه راپور کې همداراز راغلی دي: «لویه څارنوالي لاتراوسه د اداري فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې مخکښه ده، خو بیا هم باید په یاده اداره په ځانګړې ډول د اداري فساد د جرمونو پر ضد د مبارزې په مرستیالۍ کې بنسټیز اصلاحي اقدامات تر سره شي.»
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز موقف، د لوړ رتبه دولتي مقامونو د قضیو څېړنه، په یاد مرکز کې د څېړل شویو قضیو د شمېرو ارایه او په ۲۰۱۹ کال کې د پام وړ لاسته راوړنو ته اشاره، د لویې څارنوالۍ په اړه د یاد راپور له مهمو ټکو څخه شمېرل کېږي.
په افغانستان کې د یوناما دفتر پخپل راپور کې لیکلي، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د جزا کوډ څخه د جرمونو د ښې څېړنې په موخه په اغېزناکه توګه کار اخلي او په ۲۰۱۹ کال کې یې د دولتي لوړ رتبه مامورینو قضیې د یاد کوډ له مخې څېړلې دي.
دغه راپور د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نوي قانون له مخې، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز اجراات، د یاد مرکز د غوره لاسته راوړنو او لوړ موقف مهم عامل ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې پروسږ کال هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان(UNAMA) د مرستیالۍ پلاوي، پخپل راپور کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او په یاده اداره کې د شفافیت زیاتوالي په برخه کې د لویې څارنوالۍ جدي هڅې ستایلې وې.