یوناما: په لویه څارنوالۍ کې پر روڼوالي سربېره له فساد سره مبارزه ګړندۍ شوې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان (UNAMA) د مرستیالۍ پلاوي په خپل تازه راپور کې چې د ۱۳۹۷ کال د غویي میاشتې پر ۲۵ خپور شوی، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لویې څارنوالۍ پرمختګ ته خوشبینه دی.
په یاد شوې راپور کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د کار له پیل وروسته «د روڼوالي او حساب ورکونې د تدابیرو د تطبیق په برخه کې» او همدارنګه «په لویه څارنوالۍ کې رښتینولي او د فساد پر وړاندې مبارزه» په عمل کې ثابته کړې ده. په همدې اساس د یوناما راپور ښیي، چې «لوی څارنوال د اداري فساد پر وړاندې اصلاحاتو کې فعاله برخه اخیستې او تر څنګ یې د قانون د حاکمیت په شورا کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټه رهبري کوي. چې په پایله کې یې، اوس لویه څارنوالي د اداري فساد ډېرو قضیو ته لاسرسی لري.
دغه راپور ښیي چې په یاده شوې اداره کې د روڼوالی یوه ښه بېلګه «د نظارت او ارزونې کمیسیون(MEC) څخه د اصلاحاتو په موخه د لوی څارنوال غوښتنه د یادې ادارې د زیانمن شویو او اړینو ساحو د برسۍ په برخه کې ده.»
د څار او ارزونې کمېسیون هم د ۲۰۱۷ کال د جولای میاشتې په راپور کې وښوده، چې لویه څارنوالي د اصلاحاتو پرمختګ ته ژمنه ده او له دې اصلاحاتو څخه د اداري فساد داخلي کنترول میکانیزم، د ګومارنې پروسې غوره والي او د لویې څارنوالۍ د کاري وړتیا ځواک، د ښځینه کارکوونکو په ځانګړې توګه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې زیاتوالی ته اشاره کولای شو.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د یوناما د خپور شوي راپور او همداراز د قانون حاکمیت او له فساد سره مبارزې په برخه کې د یادې شوې ادارې پر هڅو د مثبت لیدلوري هرکلی کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي وویل: «له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لويې څارنوالۍ پر کړنو د یوناما دفتر مثبت لیدلوری ښیي چې موږ د قانون حاکمولو او د فساد له منځه وړلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې دي. د یاد شوي راپور سپارښتنه زما او زما له همکارانو سره د روڼوالي د تأمین او له یادې پدیدې سره د مبارزې چارو کې مرسته کوي او لویه څارنوالي په دغه برخه کې په بشپړه توګه ژمنه ده.»
د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی پلاوی د افغانستان د چارو په هکله وړاندیز کوي، چې د دوسیو حجم ته په کتو سره باید د افغانستان د لویې څارنوالۍ ظرفیت هم لوړ شي. په مجموعي توګه لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۶ کال کې ۳۵۶۹ قضیې ارزولې دي چې زیاتره یې له وظیفي واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې پورې اړوندیږي او او ډېری نورې قضیې بیا د قانون د پایمالولو په برخه کې دي.
د یوناما راپور په ډاګه کوي، چې له اداري فساد سره د لویو جرمونو عدلي او قضایې مرکز چې معمولاً له قاضیانو او څارنوالانو څخه تشکیل شوی «د پام وړ لاسته راوړنې لري.» همدارنګه له یاد شوي مرکز څخه په هغه کچه هیله کیږي «څومره چې خپلې پیاوړتیا ته ادامه ورکولای شي... خو بیا هم د دوی د دوامداره لاسته راوړنو ستاینه یې باید وشي.»
