یو سوداګر د ۸۳ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو د مینځلو په تور محاکمه شو
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د ۱۳۹۸ کال د تلې پر اتمه آغا محمد د لعل جان زوی د ۸۳ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو د مینځلو په تور چې له قاچاق او نشه یي توکو به یې په لاس راوړلې، محاکمه کړ.
د مؤظف څارنوال د اتهام نامې پر بنسټ، د ټیلفوني غږ له مخې عبدالحلیم هم له لعل جان سره د نشه يي توکو د قاچاق قضیه کې لاس لري، چې د ۱۳۹۳ کال د کب پر ۲۰ ونیول شو او د څېړنو په موخه له نشه يي توکو سره د مبارزې څارنوالۍ ته وسپارل شو او له امله یې معلومه شوه، چې آغا محمد د خپل پلار تر نېونې وروسته نشه یي توکي پېرل او پلورل او د خپل پلار له معامله کوونکو څخه یې پنځه نیم میلیارده ایراني تومن د صرافۍ له لارې د نشه یي توکو قاچاق کوونکو ته استولې دي.
د څارنوالۍ د نېونې او کشف د قرار پر بنسټ، آغا محمد د ۳۶ کیلو ګرام هېرویینو د پلور او ۳۹۱ کیلو ګرامه نورو د پاتې حسابونو د ترسره کولو پر مهال د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي پر شپږمه د ننګرهار له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا ونیول شو او قضیه یې د عدالت ټینګښت او څېړنو په موخه څارنوالۍ ته واستوله.
د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، صورت دعوا له ترتیب او د پیسو مینځولو د تور د ثبوت لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړلو وروسته د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي، چې آغا محمد ته د پنځه نیم میلونه تومنو پر مصادرې سربېره چې له ۸۳ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو سره برابریږي، د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتونې د پېسو مینځلو د مخنیوي قانون د څلورمې مادې لومړۍ فقرې او د یاد قانون ۳۹ او ۵۲ مادې لومړۍ فقرې د تعدیل له مخې جزا ورکړي.
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ابتدایه محکمې قضایي پلاوي، آغا محمد له نشه يي توکو څخه د پېسو په لاس راوړلو او مینځلو په تور، د جزا کود د ۱۷ او ۵۰۹ مادې درېیمې فقرې په پام کې نیولو او له جرمونو څخه د عاید لاسته راوړلو او پېسو مینځلو د مخینوي قانون د ۳۹ مادې درېیمې او څلورمې فقرې او ۵۲ مادې لومړۍ فقرې په رعایتولو د جزايي اجرااتو قانون د ۲۱۲ مادې له مخې په درې کاله تنفیذي بند محکوم او د دې تر څنګ یې د یادې قضایي ناستې له لارې د جزا کود د ۵۰۹ مادې پر بنسټ، د ۸۳ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو د مصادرې حکم هم صادر کړ.
