یو کس بهر ته د پیسو د ناقانونه لېږد په تور په محاکمه شو

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۱:۴۶

اکبر کاظمي د غلام حسین زوی، له هېواده بهر ته د پيسو د ناقانونه لېږد په تور، نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر نهمه د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا محاکمه شو.

اکبر کاظمي ایران اسلامي جمهوري هېواد ته د ۸۶ زره ۹۰۰ امریکايي ډالرو، ۱۰ زره او ۴۴۰ د اماراتو د درهمو، ۱۵۰ کاناډايي ډالرو، ۹ زره ۹۰۰ ایراني تومانو او ۱۹ زره افغانیو د ناقانونه لېږد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۵ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د مسافرینو د ګمرک د عمومي مدیریت د موظفینو له خوا ونیول شو او دوسیه یې د عدلي تعقیب او قضايي تعقیب لپاره لویې څارنوالۍ ته ولېږل شوه.

د قضيې موظف څارنوال، د دغه مرکز په ابتداییه محکمې هم د اسنادو له مخې اکبر کاظمي ته د پيسو د ناقانونه لېږد په تور له قضايي پلاوي د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې پر اساس د سزا غوښتنه کړې وه.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې اکبر کاظمي د پيسو د ناقانونه لېږد په تور د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې پر اساس پر اوو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.

دغه قضايي پلاوي د ۸۶ زره ۹۰۰ امریکايي ډالرو، ۱۰ زره او ۴۴۰ د اماراتو د درهمو، ۱۵۰ کاناډايي ډالرو، ۹ زره ۹۰۰ ایراني تومانو او ۱۹ زره افغانیو د مصادرې حکم هم صادر کړ.

د یادونې وړ ده، چې د دغه مرکز د ابتداییه محکمې له خوا هم د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۳ نوموړی پر اوو میاشتو تنفیذي حبس محکوم او د یاد شوي مبلغ د مصادرې حکم صادر کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS