یو کس د اختلاس په تور په علني ډول محاکمه شو

hdsadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱/۶ - ۱۳:۵۱
8

د افغانستان د کرنې د پراختیا صندوق د محاسبې پخوانی مدیر عبدالخلیل قادري، د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا د اختلاس په تور د ۱۳۹۷ کال د وري پر شپږمه په علني ډول محاکمه شو.

د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، نوموړي تورن د افغانستان د کرنې د پراختیا صندوق۲۸ میلیونه او۵۶۰ زره افغانی د جعلي اسنادو له مخي د افغانستان له نړیوال پراختیایي بانک څخه را ایستې دي.

د دغه قضایي ناستې پلاوي، عبدالخلیل د جزا کود د ۱۷ مادې او د جزا قانون د ۲۶۸ او ۲۷۳ مادو پر بنسټ په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي حبس محکوم کړ. د قضایي پلاوي د پرېکړې پر اساس، دغه تورن به د دولت خزانې ته ۲۸ میلونه او ۵۶۰ زره افغانۍ بېرته سپاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS