یو کس د غدر په تور محاکمه شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۵ - ۱۳:۴۸
yak tan

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، د غور ولایت د ولایتي شورا غړی محمد هاشم د جمعه ګل زوی، د ۱۳۹۷ کال د کب پر پنځمه دغدر په تور په علني ډول محاکمه کړ.

د دغه ناستې قضایي پلاوي، محمد هاشم د غدر په تور، د جزایي اجرااتو قانون د ۲۱۲ مادې شپږمې فقرې او د جزا کود د ۱۷ مادې په رعایتونې، د جزا قانون د ۲۷۳ او ۲۷۰ مادې دویمې فقرې له مخې، په شپږ میاشتې تنفیذي بند او د ۴۳۶ زره او ۳۲۰ افغانیو په ورکړه محکوم او مجازات کړ.

د یادې شوې قضایي ناستې رئیس وویل، چې دا اخري پرېکړه نه ده، د قناعت نه لرلو په صورت کې تورن د استیناف غوښتنې حق لري. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS