یو کس د پېسو د ناقانونه لېږدونې په تور محاکمه شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۵:۳۷
asli qazayee

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، د ۱۳۹۸ کال د مرغومې پر اتمه د نیمروز ولایت اصلي اوسېدونکی میرویس د سید احمد زوی، له هېواد بهر ته د ۱۰۲ زره او ۹۴۵ امریکایي ډالرو د ناقانونه لېږدونې په تور، محاکمه کړ.

د مؤظف څارنوال د اتهامنامې پر بنسټ، میرویس د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر اتمه د حامد کرزي نړیوال هوايي میدان د مسافرو ګمرک عمومي مدیریت د مسؤولینو له خوا هغه مهال ونیول شو، چې عربي اماراتو هېواد ته یې ۱۳۶ زره امارتي درهم، ۱۶۷ زره قطري ریال، اته زره سعودي ریال، اووه زره او ۶۰۰ بحریني پیسې، چې ټولې ۱۰۲ زره او ۹۴۵ امریکایي ډالر کېږي، انتقالولې. دا پیسې له نوموړي څخه ظبط او د ټاکل شوي پلاوي په حضور د افغانستان بانک خزانه دار ته وسپارل شوې او موضوع یې د عدلي تعقیب په موخه څارنوالۍ ته واستوله.

د قضیې مؤظف څارنوال، د هر اړخېزو څېړنو تر بشپړاوي، د صورت دعوې له ترتیب او د یاد جرم د اثبات لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته د قضایي ناستې له پلاوي وغوښتل، څو میرویس ته د جزا کود د ۵۰۵، ۵۸، ۷۵ او ۵۹ مادې له مخې سزا ورکړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز استیناف محکمې قضایي پلاوي، میرویس د پېسو د ناقانونه لېږدونې په تور د جزا کود د ۵۰۵ او ۵۷ له مخې، پر ۳۶ زره افغانیو نغدي جریمه مجازات کړ.

همداراز د یادې محکمې قضایي پلاوي، د جزا کود د ۵۰۵ مادې پر بنسټ د ۷۰ زره او ۶۷۲،۴۵۷ امریکايي ډالرو پر مصادره هم حکم ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS