یو کس له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور محاکمه شو

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۴:۴۸
ACJC

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ابتدایي محکمې، د هرات پخوانی والي او د مشرانو جرګې غړی احمد یوسف نورستاني د احمد خان زوی، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر ۱۵ په علني ډول محاکمه کړ.

ACJC

د دغه ناستې قضایي پلاوي، احمد یوسف نورستاني له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور، د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې لومړۍ فقرې په رعایتولو د جزا کود د ۱۷، ۳۹۶ او ۳۹۸ مادې له مخې، په یو کال او یوه میاشت تنفیذي بند او یو میلیون افغانیو په سپارنه محکوم او مجازات کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS