یو کس په ناقانونه توګه له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد په تور په مجازاتو محکوم شو
یو کس په ناقانونه توګه له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد په تور په مجازاتو محکوم شو
اکبر کاظمي د غلام حسین زوی د بامیانو اوسېدونکی، له هېواده بهر په ناقانونه توګه د پيسو د لېږد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۳ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا محاکمه شو.
د قضیې د موظف څارنوال د اتهامنامې پر بنیاد، اکبر کاظمي ایران اسلامي جمهوري هېواد ته د ۸۶ زره ۹۰۰ امریکايي ډالرو، ۱۰ زره او ۴۴۰ د اماراتو د درهمو، ۱۵۰ کاناډايي ډالرو، ۹ زره ۹۰۰ ایراني تومانو او ۱۹ زره افغانیو د ناقانونه لېږد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۵ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د مسافرینو د ګمرک د عمومي مدیریت د موظفینو له خوا ونیول شو او ضبط شوې پیسې يې د پلاوي په حضور کې د افغانستان بانک خزانه دار ته تسلیم شوې. د قضيې موظف څارنوال د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته د قضايي ناستې له پلاوي څخه د پيسو د ناقانونه لېږد په تور تورن ته د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اکبر کاظمي د پيسو د ناقانونه لېږد په تور د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې پر اساس په اوو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.
دغه قضايي پلاوي د ۸۶ زره ۹۰۰ امریکايي ډالرو، ۱۰ زره او ۴۴۰ د اماراتو د درهمو، ۱۵۰ کاناډايي ډالرو، ۹ زره ۹۰۰ ایراني تومانو او ۱۹ زره افغانیو د مصادرې حکم هم صادر کړ.