۶۴ زده کړندویان په لویه څارنوالي کې جذبېږي

Hussain_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۱:۳۶
karAmozi

په همدې موخه یوه ازموینه د ۵۰۹ کسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اتمه د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې ازموینه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۸۸۶ کسان چې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ لمریز کال کې له حقوق او شرعیاتو پوهنځي فارغ شوي وو، نوملیکنه کړې وه.

دا کسان د لویې څارنوالۍ، د ملکي خدمتونو د انستیتیوت او د قانون د حاکمیت د ملاتړ پروژه (GIZ) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر اساس به حذب شي. د ښځو د ملاتړ رئیسې لیدا حیدري د دغه ازموینغونډې په پيل کې وویل: «د زده کړندويۍ په دې پروګرام کې به ۷۰ سلنه ښځینه زده کړندویانو او ۳۰ هم نارینه وو ته ونډه ورکړل شي.»

د اغلې حیدري په وینا، له ۴۶ زده کړندویانو ۴۰ تنه د یوه کال لپاره په مرکز او ۲۴ هم په ولایتونو کې جذب شي. نوموړې زیاته کړه، هغه کسان چې په مرکز کې جذبېږي، د یوه کال لپاره به زده کړه ترلاسه کړي او ۲۴ نور کسان به د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، بلخ او جوزجان استیناف څارنوالیو کې د شپږو میاشتو لپاره د زده کړندويۍ دوره بشپړه کړي.

د ښځو د ملاتړ رئيسې وویل: «لویه څارنوالي د دغو زده کړندویانو د کاري مودې تر پای ته رسېدو وروسته د یادو کسانو د ګومارنې مکلفیت نه لري؛ خو د پوسټونو د اعلانو په صورت کې به دوی ته لومړیتوب ورکړل شي.»

دا پروګرام د GIZ دفتر په مالي او تخنیکي مرستې او د ملکي خدمتونو انستیتیوت په همکارۍ ترسره شوې ده. لویې څارنوالۍ تر دې مخکې هم د زده کړندويۍ څو نور پروګرامونه هم ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS