د لويې څارنوالۍ مسوولېنو خپلې شتمنۍ ثبت او راجستر کړې

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۴/۱۲/۴ - ۸:۳۹
ago

 

د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې له خوا د لويه څارنوالۍ د چارواکو شتمنۍ او جایدا دونه د يوې غونډې په ترڅ کې  ثبت شوې.

غونډه د روان کال د کب د میاشتې په دریمه نیټه  د دارالامان څیرمه  لویه څارنوالۍ په کتابتون کې جوړه شوه.  چي په کې د تحقیق په چارو کې د لویه څارنوالۍ مرستیال او د دې ادارې سرپرست څارنپوه نور حبیب "جلال"،

د ادارې فساد سره د مبارزې ادارې  مشر غلام حسین  "فخري"، د لویه څارنوالۍ مرستیالان  او  رییسانو ګډون کړي وو.

د افغانستان  د اسلامي جمهوری دولت سرپرست لوی څارنوال څارنپوه نور حبيب "جلال " په دې ناسته کې وویل:" د ملي یوالي حکومت ادارې فساد پر وړاندې په مبارزه کې  کلکه اراده لري. دا د ټولو هغو ادارو پورې اړه لري؛ چې د قانون تطبیق او عدالت تحکیم دنده پرغاړه لري. د دولت دچار واکو د شتمنيو ثبتول، د ادارې  فساد سره یو ډول  قانونې مبارزه ده."

 د ښاغلي "جلال" په خبره، تر څو د عدالت د پلې کوونکې ادارې په دغه آمر کې له  جدیت څخه کار وا نه خلې، خپلې مطلوبه پایلو ته رسیدلاې نشو. نوموړي زیاته کړه، "د لویه څارنوالۍ  مسوولینو د شتمنیو ثبت دلویه څارنوالۍ او ادارې فساد پر وړاندې  مبارزې عالي ادارې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ ثبتېږي."

دادارې فساد پروړاندې د مبارزې  عالي اداري رییس غلام حسین "فخري" لویه څارنوالي   د ادارې فساد سره  د مبارزې په برخو کې   یو مهمه اداره  وبلله او وویل:"  لویه څارنوالۍ  د ادارې  فساد سره مبارزې پر وړاندې ادارې سره  تل قانونې  مرسته کړي دي."

د ښاغلي "فخري" په وینا، تر دې وړاندې هم د لویې  څارنوالۍ مسوولینو خپلې شتمنۍ د ادارې فساد پر وړاندې مبارزې ادارې سره  ثبت کړې وې. په دې ورستیو کې چې  د لويې  څارنوالۍ په اداره کې کوم بدلونونه رامنځته شوې دي، په هغو کې  د ځینو  شتمنۍ ثبت شوې نه دي. نوموړي زیاته کړه،" د حکومتې مسوولینو د ملکیتونو ثبتول  دادارې فساد پر وړاندې مبارزې ادارې  یو له مهمو مسوولیتونو څخه دي،  چې د دې  ادارې پر غاړه دي.

د ښاغلي فخری په خبره، د حکومتي چار واکو د شتمنیو ثبتول یوه نوې پروسه ده. دغه آمر  د ادارې فساد پر وړاندې په مبارزه کې یو لازمې  امر دي. چې دغه آمر تر اوسه پورې په افغانستان کې په سمه توګه پلې  شوې نه دي، او په دغه اړه يې وویل:" د حکومتې چارواکو شتمنیو ثبتول دچا په شخصې چاروکې دمداخلې په مانا نه ده چې  لاسوهنه وکړي، دغه یوه قانونې کړنلاره ده. دولتي چار واکو په تېرو وختونو  کې د خپلو شتمنیو دثبتولو له پاره حاضر نه وو. چې اوس مهال دغه ستونزه له منځه لاړه او عادې بڼه يې ځانته غوره کړې ده. موږ په دغه برخو کې ښې لاسته راوړنې درلودلې."

دملي یوالي حکومت تل د ادارې  فساد پر وړاندې مبارزې باندې کې ټېنګار کوي، د حکومت لوړ پوړو دولتې چار واکو د شتمنیو ثبتول، یو د ادارې فساد پر وړاندې مبارزې له اړینې اومهمې سترا تيژۍ  څخه بلل کیږي.

د دې  غونډې  په پاي  کې د لویې  څارنوالۍ داطلاعاتو او عامه اړیکو رییس څارنیار محمد آصف  "فیاض"

د لويه څارنوالۍ ویباڼه چې تازه یې د دې ریاست په واک کې ورکړه،  د لويې څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې خپروې په اړه یې وویل: " تر دې وروسته  هر څوک هر وخت کولاې شې؛ د لويې څارنوالۍ فعالیتونه، لاسته راوړنې او نو اړوند مالومات د دې ویب پانې له لارې لېدلې او کتلې شې". 

"

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

BACK TO NEWS