په عدلي او قضایي ارګانونو کې د قضیو د مدیریت سیستم د حقوقي او اداري موقف تفاهم لیک لاسلیک شو

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۱۱ - ۸:۳۹
ago

 

دغه تفاهم لیک د لویه څارنوالۍ ، ستري محکمې، ملي دفاع وزارت ، کورنیو چارو وزارت ، عدلیې وزارت ، د ملي امنیت عمومي ریاست ، د فساد پر وړاندي د مبارزې عالي ادارې او د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې ترمینځ لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک د عدلي او قضایي ارګانونو ترمینځ د چارو روڼتیا ، ځواب ویلو او همغږۍ د رامینځته کیدو په موخه لاسلیک شو.

د تفاهم لیک پر اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ددې سیستم مدیریت په لاس کې اخلي او په همدې ترڅ کې یاد تفاهم لیک ټول اړوند ارګانونونه مکلف دي ترڅو د ټولو قضیو د کشف ، څيړني او محاکمي د مراحلو د  ثبت او راجستر  په برخه کې یو له بل سره مرسته وکړي.

د قضیو د مدیریت سیستم د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ دفتر (JSSP) لخوا طرحه او په لاره اچول شوی دی.

ټاکل شوې د قضیو د مدیریت سیستم مسئولیت د پنځو کلونو په اوږدو کې له تمویل او سمبالتیا وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت سترې محکمې ته وسپارل شي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دې ادارې له کارکوونکو د دیني مسائلو ازموینه واخیستله

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د دعوت او ارشاد د عمومي ریاست نصاب ازموینه واخیستله...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د ۸۰ زره لیټره تیلو په وړتیا د تیلو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دې ادارې په دارالامان ودانۍ کې د تیلو یو ټانک ګټې اخیستنې ته وسپاره چې ورسره د دې ادارې یوه اړتیا په معیاري او بنسټيزه توګه. . .

BACK TO NEWS