د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ تر سره شوه
یاده غونډه نن یکشنبه د سلواغې میاشتې په ۲۴ نیټه د لویې څارنوالۍ عالي شورا مرستیالانو او غړو په حضور کې د دې ادارې مهمو موضوعګانو په اړه د پریکړو کولو په موخه ترسره شوه.
د غونډې په لمړِۍ برخه کې د سترې محکمې شهیدانو او ټپیانو کارکونکو ته نیکې پیرزونې وړاندې شوې او د الله ج له دربار څخه د حادثې شهیدانو ته د جنت او ټپیانو لپاره د عاجلې شِفَاء غوښتنه او دعا وشوه.
لوی څارنوال د یادې پیښې غندنه وکړه او دا کار یې د بشریت پر ضد جنایت وباله.
د غونډې په بله برخه کې، د امنیتي ننګونو او مخالفینو د تروریستي بریدونو زیاتیدو سره د لویې څارنوالۍ د کار کونکو د امنیتي مسایلو او تدابیرو په اړه لکه مانع (خنډونه) ایجادول، امنیتي کمرو نصبول، تالاشي، د امنیتي مدرنو و سایلو برابرول، د کشفي او امنیتي ارګانونو تر منځ اړینې همغږي، د مرکز او ولایتونو څارنوالیو ته د مراجعینو د چک او کنټرول او د د ښمن د احتمالي بریدونو د خطرونو او د هغې مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې او همدارنګه په اړه یی لازمی پریکړې وشوې .
لویې څارنوالۍ عالي شورا د لویې څارنوالۍ کارکونکو د لا خوندیتوب لپاره د ښو تدابیرو سنجولو په موخه په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیال په مشری او په مالي او اداري چارو کی د لوی څارنوالۍ مرستیال په ګډون یو ۵ کسیزه کمیټه و ټاکله.
