د روانی-ټولنیز درملنې مشورتی مرکز، ښځو څخه ملاتړ پرانیستل شو

دغه مرکز د لوی څارنوالۍ لخوا په افغانستان کې د میدیکا مؤسسې په مرسته پرانیستل شو.
په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د روان کال کب په ۲۸ نیټه د افغانستان لوی څارنوالۍ کې جوړ شوی وو، ښاغلی وحیدالدین ارغون، د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال، آغلې پروین رحیمی، ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي او د ماشومانو تېروتنو ځانګړې څارنوالۍ رئیسه، آغلې ویدا فیضی، په افغانستان کې د میدیکا مؤسسې د روانی-ټولنیز پروګرامونو مسؤوله او ځیني څارنوالانو ګډون درلود.
ښاغلي وحیدالدین ارغون، د لوی څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال تاوتریخوالی یو شنیع پدیده وباله او وویل: "جنګ، د سواد ټیټه کچه، د عامه پوهاوي نشتون او ناسم باور په افغانستان کې د تاوتریخوالي اصلی لاملونه دي. دا مرکز د ښځو روانی ناروغیو درملنې په خاطر جوړ شوی."
د ښاغلي ارغون په وینا، د ښځو حقونو څخه دفاع په موخه د افغانستان لویه څارنوالۍ تر دم ګړۍ د هیواد په ۱۸ ولایاتو کې ښځینه څارنوالان په کار ګمارلي او دوی په کار بوختې دي.
په افغانستان کې د میدیکا مؤسسې روانی-ټولنیز پروګرامونو مسؤلې، آغلې ویدا فیضی په وینا، د روانی درملنې مرکز لویه څارنوالي کې په افغانستان کې د میدیکا مؤسسې په مرسته جوړ شوی.
آغلې فیضی زیاته کړه: "دا مرکز یوازې د تاوتریخوالي څخه زیانمنو ښځو ستونزو حلولو دپاره ندی، بلکه ټولې ښځې کولای شي خپل روانی روغتیا او د عادی ژوندانه چارو ودې دپاره دې مرکز ته مراجعه وکړي."
دا مرکز د افغانستان په درې ولایتونوِ؛ کابل، بلخ او هرات کې فعالیت کوي او حاضر دی څو ښځو ته په انفرادی، ډلییز او فامیلي توګه سلاح او مشوره ورکړي.