د لویې څارنوالۍ عالی شورا غونډه جوړه شوه

hdsadmin
یکشنبه ۱۳۹۵/۱۲/۲۲ - ۱۵:۳۹
1

د لوی څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان لوی څارنوال، څارنپوه محمد فرید حمیدي تر مشری  ترسره شوه. دغه غونډه نن یکشنبه د کب په ۲۲ د لوی څارنوالۍ معاونانو، عالي شورا غړو او د ولایاتو ځیني استیناف رئیسانو به ګډون ترسره شوه. دغه غونډه په خاصه توګه د مالي او اداري ستونزو حلولو په موخه ترسره شوه.

څارنپوه محمد فرید حمیدي د دغې غونډې موخه د بودیجې سم او اغیزمن لګول وباله او وویل: "کومه بودیجه چې زموږ په واک کې دی باید زموږ په کاری اندول کې د سرعت او کیفیت راوړلو کې مرسته وکړي. په عین حال کې، زموږ همکاران په مرکز او ولایاتو کې باید تخنیکي مرستې ترلاسه کړي."

د لوی څارنوال په وینا، په نیږدې راتلوونکي کې به د بودیجې کمیټه د مالی او اداری معاون تر نظر لاندې جوړه شي څو په لوی څارنوالۍ کې د بودیجې سم لګښت څخه څارنه او کنټرول ترسره کړي.

وحیدالدین ارغون د لوی څارنوالۍ مالی او اداری معاون په روان کال کې دی ادارې دپاره د کافی بودیجې شتون نه مو خبروي. د هغه په وینا، دفتری تجهیزاتو او استیناف څارنوالیو ودانیو ودانولو دپاره د بودیجې په بیلابیلو کوډونو کې کافی بودیجه شته. هغه زیاته کړه: "ّپه راتلوونکي کال کې د کاپیسا، لغمان، خوست، نورستان او دایکندی ولایتونو استیناف څارنوالۍ ودانۍ به په خپلواک ډول جوړ شي."

لوی څارنوالۍ کې د عامه پوهاوي په هکله شاه محمد خپلواک، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس خبرې وکړې. د هغه په باور، ازادو سیالیو له لارې د حرفوی کسانو  ګمارنه کولای شي پر دې پروسې لازیات اغیز وکړي. هغه په دوام کې زیاته کړه:"د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د جرایدو او مجلو چاپ او خپرونې تر څنګ د عامه پوهاوي پروګرامونه هم لري. عامه پوهاوي دپاره د یوې ځانګړې بودیجې شتون کولای شي موږ سره پدې برخه کې مرسته وکړي."

په عین حال کې د تشکیل زیاتوالی، دفتری تجهیزات، ودانیو جوړول، حرفوی کسانو ګمارنه او د لوی څارنوالۍ کارکوونکو دپاره امنیتی تدابیر تر لاس لاندې نیول، د مرکزی رئیسانو او ځیني استیناف څارنوالیو رئیسانو له خوا مطرح شو. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو او تیلو پر وارداتو بندیز ولګېد

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست او هېواد ته د بې کیفته تیلو له واردولو د مخنیوي کمېټې رییس محترم الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي یوي خبري ناستې ته ویلي چې هېواد ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
Background image

افغانستان ته د بې کیفیته تېلو، اوبلنو ګازو او نورو نفتي موادو له واردولو د مخنیوي لپاره د مؤظف پلاوي ناسته جوړه شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د سرپرست محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ ناسته د مؤظفې کمېټې د غړو په ګډون د امارتي ادارو او وزارتونو د معیننانو په حضور کې جوړه شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد دوام؛۱۹۹ افغان بندیان د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شول

له بهر څخه د افغان بندیانو د انتقال کمېټې په کوښښ چې مشري یې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس مولوي شمس الدین شریعتي کوي د نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ګډه چې د دغې. . .

BACK TO NEWS