شان دیولین د لويې څارنوالۍ د پنځه کلنې ستراتيژۍ جوړونې د تخنیکي سلاکار په توګه کار پيل کړ

hdsadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۴/۲۱ - ۱۵:۳۹
31

 د افغانستان د لویې څارنوالۍ د اداري او مالي چارو مرستیال وحیدالدین ارغون نن رسماً شان دیولین د دغې ادارې د پنځه کلنې ستراتيژۍ جوړونې د تخنیکي سلاکار په توګه معرفي کړ.

 ښاغلی دیولین د قانون د ټینګښت په برخه کې له شپږ کالو راهيسې په افغانستان کې کار کوي. نوموړي په افغانستان کې د حقوقو د پراختیا په نړیوال سازمان (I.D.L.O)، د عدلي سکټور په ملاتړې ادارې (J.S.S.P) او ګڼو نورو ادارو کې کار کړی.

 ښاغلی دیولین د امریکا هېواد دی او د حقوقو په برخه کې يې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د معاملاتو د یوې برخې او د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه واخیستل شوه

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو د معاملاتو له نهمې او لسمې برخې او همداراز د حضرت محمدﷺ د سیرت د لومړۍ برخې ازموینه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی لوی رئیس د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت نوی ګومارل شوی لوی رئیس د افغانستان اسلامي امارت د مسوولانو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو. دا پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د پوهاوي غونډه جوړه شوه

د اوبو او انرژی وزارت له خوا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست کارکوونکو ته د انرژۍ د اغېزمنې کارونې او سپما په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د ۱۴۴۸ هـ.ق. . .

BACK TO NEWS