په امنیتي سکتورونو کې فساد سره د مبارزې کنفرانس به جوړ شي
"
د کنفرانس جوړولو د کمېټې مقدماتي ناسته نن د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۱مه نېټه د لويې څارنوالۍ د نظامي چارو مرستیال ښاغلي عبدالفتاح عزیزي ترمشري لاندې ترسره شوه.
په غونډه کې د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال وحیدالله ارغون، په پوځي چارو کې د اداري فساد جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د لويې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس هم ګډون درلود.
د دغې ناستې ګډونوالو د کنفرانس د جوړولو څرنګوالي په هکله تفصیلي خبرې وکړې او د کنفرانس جوړولو د اووه ګونو کمېټو مسؤولین هم په ډاګه کړل.
ښایي چې دغه کنفرانس به په نږدې راتلونکي کې د آمریکا د سولې انستیتوت په مرسته د هیواد لوی څارنوال له خوا په کابل کې ترسره شي.
"
